د لاس رسي وړ اتصالات

زرداری: د سولی بهېر باېد له هند سره پر مخ ولاړ شی


د پاکستان جمهور رئېس اصف علی زرداری واېې چې د سولی بهېر باېد له هند سره پر مخ ولاړ شی چې د ترهگرانو هغه هدف ناکام شی چې په مومبئی باندی د تېرې مېاشتی د ترهگری د حملو ترشا موجود و اوتر ١٧٠ نه زېات کسان ېې ووژل.

نن د سه شنبی په ورځ د نېوېارک ټاېمز په ېوه مقاله کې ښاغلی زرداری لوړه کوي چې دده هېواد دېته متعهد دی چې هغه کسان چې په دغو ترورېستی حملوکې لتاړ دی هغه توقېف کړی، محاکمه ېې کړی او سزا ورکړی.

هغه ووېل چې څو تنه مشکوک کسان د ېکشنبی د ورځی په چپاو کې ونېول شول.

پر دې سر بېره ددوشنبی په ورځ د هغو افراطېانو خلاف نور عملېات هم پېل شول چې د مومبئی په برېدونو کې لتاړ گڼل کېږی. په نېول شوو کسانوکې ېوتن ذکی الرحمن لکهوي نومېږی چې د مومبۍ د برېدونو دپلان جوړولو گومان پرې کېږی.

د پاکستان خارجه وزېر شاه محمود قرېشی واېې دده هېواد به دا مشکوک هند ته په لاس ورنکړی. هغه ووېل چې پاکستان به د خپل قانونی نظام له اصولوسره سم هغه محاکمه کاندی.

په واشنگټن کې ددوشنبی په ورځ د امرېکا د خارجه وزارت نطاق شان مکورمک ووېل چې د پاکستان جمهور رئېس اصف علی زرداری کانډو لېزا راېس ته په ټېلېفون کې د عملېاتونه په باب معلومت ورکړ.

نطاق شان مکورمک ووېل چې امرېکا دغه راز اقداماتو ته د مثبتو قدمونو په نظر گوری چې پاکستان له دې سره مرسته وکړی چې په حملوکې لتاړ او مسوول کسان پېدا کااندی.

د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی له خپلې کابېنی د ددفاع له رئېسانو سره ددوشنبی په ورځ لومړی مجلس داېر کړ چې له هند سره د زېاتېدونکې خړپړتېا په باب ورسره بحث وکړی.

د پاکستان د اطلاعاتو فېدرالی وزېرې شېرې رحمان ووېل چې چارواکېو خپل عزم بېا څرگند کړ چې ددې خبری اجازه به نه ورکوی چې د پاکستان خاوره دترهگرۍ داعمالو لپاره استعمال شی.

بل پلو، د پاکستان پولېس واېې چې ېوه ځان وژونکی خپل ځان د پاکستان په شمال غربی برخه کې په بم والوزاوه. ېو ماشوم ېې له ځان سره وواژه او څلور کسان ېې نور زخمی کړل.

چارواکی واېې چې د سوات په دره کې د سه شنبی په ورځ په ځان مرگي بمونو کې لس کسان په تېره اونی کې ووژل شول.

د پاکستان حکومت کوشش کوی چې د سوات په دره کې کنترول پېدا کاندی. په دغه دره کې افراطېان د پاکستان له نورو سېمونه راغلی دی او هلته ېې ځانونه منظ م کړېدی.

XS
SM
MD
LG