د لاس رسي وړ اتصالات

'یاغیانو په روان کال کی په افغانستان کی ډېر زیات پرمختگ کړی دی'


په افغانستان او پاکستان کی د طالبانو وروستیو حملو د مبصرینو او څارونکو سره د دواړو هیوادونو د اینده په باب اندېښنې پیدا کړي دي.

د نېشنل ورځپاڼی خبریال کریس سېنډز په دې باب یو مضمون لیکلی او وایی: یاغیانو په روان کال کی په افغانستان کی ډېر زیات پرمختگ کړی دی او څېړونکي خبرداری ورکوی چی د جمهوری ریاست د راتلونکي کال انتخاباتو ته یې جدی خطر متوجه کړی دی.

خبریال وایی، سره له هغه چی ځینی خلک فکر کوي چی جمهور ریس حامد کرزی ښه سړی دی، مگر اکثریت په دې عقیده دي چی هغه ددې وظیفې لیاقت نه لری. د راتلونکي کال د جمهوری ریاست انتخابات ډېر مهم او حیاتی اهمیت لری، خو یو مشهور څېړونکی وېره لری چی انتخابات ښایی بېخی ونه سی.

د افغانستان د بشر د حقوقو د کمېسیون د ریس مرستیال احمد فهیم حکیم وایی، که امنیت نه وي نو انتخابات هم نسته. دی وایی تشدد باید په دغه اوسني شکل نه وي او که زیات سي نو خبره تر د ېلا هم بده ده. که اکثریت افغانان رایه ورنه کړای سی، نو بیا د انتخابات مشروعیت مشکوک دی.

ورځپاڼه وایی ټاکل سوې ده چی افغانستان ته تر شلو زرو پوری نور امریکایی عسکر واستول سی او برټانیه هم د زیاتو عسکرو پر لېږلو باندی غور کوی. خو د سیمی یو ماهر انتونیو گوستوزي وایی د عسکرو زیاتېدل ښایی مطلوبه نتیجه ورنه کړی.

گوستوزي وایی که عسکر زیات سي په هغه اندازه به یاغیان هم ورسره زیات سی. دی وایی یاغیان دغه گړی پر مختگ کوي که څه هم چی د بشپړ بري تر لاسه کولو څخه لا ډېر لیری دی. گوستوزي وایی دا نو په د ې پوری اړه لري چی دوی د افغانستان په شمال کی څو نه نفوذ کولای سی.

که د طالبانو سره حزب اسلامی هم ملگری سي او تشدد او ناکراری لکه څرنگه چی اوس رواني دي همداسی دوام وکړي، نو زه فکر کوم چی د ناکراریو لمن به نوره پراخه سي او ستونزه به ورځ تر بلي زیاته سي.

XS
SM
MD
LG