د لاس رسي وړ اتصالات

د اېتلاف قواو 'سهوا' شپږ افغان پولېسان ووژل


په افغانستان کې د متحده اېالاتو دېره قواوې او د افغانستان ددفاع وزارت ېو گډ خبر لېک واېې چې اېتلافې قواو سهوا د افغانستان شپږ تنه پولېس وژلی دی او دېارلس تنه ېې زخمی کړېدی.

دا پېښه په داسی حال کې د چارشنبی په ورځ وشوه چې د اېتلاف قواو د زابل په ولاېت کې د ېاغېان پرېوه مشکوک قوماندان باندی ډزې کولې.

گډ خبر لېک واېې چې لږ تر لږه ېو وسله وال ېاغی په ېوه ودانی کې پټ شو او له هغه ځاې نه ېې داېتلاف پرقواو ترهغه وخت پورې ډزې کولی چې په خپله ووژل شو.

عسکرو په دغه ودانی کې لټه کوله اوهلته ښځی اوماشومان هم موجود ول. په همدغه وخت کې پرهغوی باندی له نېژدی ودانی نه ډزې پېل شوی.

د اېتلاف قواو پرهغوی متقابلی ډزې وکړی او له هواېې قوې نه ېې مرسته وغوښتله.

وروسته بېا هغوی په دې پوه شول چې دا پولېسان ول او هغه بل وژل شوی سړی ېو ځاېې ملکی سړی و.

د امرېکا ېو نطاق واېې چې د اېتلاف قواوې په دغه جگړه باندی چې سهوا شوېده ژوره خواشېنی څرگندوی.

برېدمن والټر ماتېوز واېې چې ابتداېی رپوټونه دا څرگندوی چې دا عمژنه پېښه د دواړو خواو نه دېو بل په پېژندلو کې د اشتباه نتېجه وه.

برېدمن ماتېوز په دې برخه کې داسی ووېل : "موږ به ډېرزېات احتېاط وکړو چې په اېنده کې ددغه راز عمژنی پېښی مخه ونېول شی. موږ په دې برخه کې په بشپړ ډول د خپل پلان کتنه کوواو د خپلو استخباراتو معلوماتو باندی غور کوو. موږ به دېته ادامه ورکړو چې دا پېښه او هغه نورې پېښی چې پخوا شوېدی په دقېق ډول وڅېړو چې داسی پېښی نورې منځته رانشی."

نظامی چارواکی واېې چې د افغانستان او اېتلافې قواو ېوه مشترکه ډله دپېښی ځاې ته ددې لپاره ورغلی ده چې په دې برخه کې تحقېقات وکړی چې هلته څه پېښ شول.

پخوا تر دې اشتباهی او دوستانه ډزې او هواېې برېدونو ملکېان وژلی دی او په عامو خلکو کې ېې قهر اوغوسه را پارولی ده.

نظآمی مشرانو دغه راز اعمال محکوم کړېدی.

د افغانستان جمهور رئېس حآمد کرزی غږ کړېدی چې پر ملکی سېمو باندی دې بمباری بنده شی.

بل پلو، د امریکا د اردو لوړ پوړی قوماندان وایي چې هیواد به یې شل زره نور عسکر افغانستان ته ولیږدوي.

جنرال پتریوس د سه شنبې په ورځ په ایتالیا کې د نظامي مامورینو، سیاست پوهانو، او روشنفکرانو سره په خبرو کې، د افغانستان په روانو ستونزو رڼا واچوله او همداشان هغه لارې چارې چې په عراق کې یې ترې استفاده شوی هم شرح کړې.

هغه وویل امریکا به خپل ځواکونه په افغانستان کې پیاوړي کړي خو هیله لري چې د ناتو متحدین هم په دې اړه فعاله ونډه واخلي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې ویلي و چې که امریکا افغانستان ته د اضافي عسکر د استولو هڅه کوي، بهتره ده چې دا غوښتنه د یو بل اروپایي هیواد څخه وکړي.

XS
SM
MD
LG