د لاس رسي وړ اتصالات

هند د مشکوکو اسلامي جنگیالیو نومونه په ډاگه کړل


هندي چارواکي وايي نهه تنه هغه ترهگر یې پېژندلي چې په ممبۍ کې یې بریدونه وکړل، او په پاکستان کې د هغوی د کورونو او ژوند په هکله یې نوي معلومات تر لاسه کړي.

په واشنگټن کې د ترهگرۍ ضد کارپوهان وايي له دغو برودونو څخه داسې څرگندیږي چې په نړۍ کې به د ممبۍ په څېر نور بریدونه ترسره شي.

د ترهگرو وړه ډله ممبۍ ته د رسېدو په وخت نه یواځي په ماشینگڼو او لاسي بمونو سنبال وه، بلکه له دوی سره لاسي ټلیفونونه، او نور جدید ټیکنالوژيکي سامانونه هم ول.

دومره مهارت کار پوهانو ته د اندېښنې وړ ده، او هغوی خبر داری ورکوي چې د ممبۍ برېدونه کېدای شي د ترهگرۍ نوی رنگ وي.

په واشنگټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د کورني امنیت کارپوه ډېویډ هیمین وايي:

"د یولسم سپتمبر د بریدونو په پرتله چې طیارې او چاقووان پکې وکاره ول شول، دممبۍ بریدونه چې پکې د سمندر له لارې راتگ، د جي، پي، ایس، گوگل، او لاسي ټلیفونو کاره ول پکې شامل ول، زما په فکر ډېر له مهارته ډک برید دی."

کار پوهان وايي که چېرته ترهگر دغه ډول نوې ټیکنالوژي کاره وي، نو نړیواله ټولنه باید حتماً خبراده ووسي چې یوه ورځ به دوی وکولای شي چې له راډیو اکټیو موادو یا بایلوژیکي وسلو څخه په برید کې کار واخلي.

د زوري وسلو د نه خپریدو کارپوه لیونارډ سپیکټر وايي په ممبۍ کې د ترهگرو وحشت د ایران د زروي وسلو د ترلاسه کولو د هڅو په هکله اندېښنې زیاتې کړې دي.

دی وايي که ایران زروي وسلې ترلاسه کړي نو دا خطر شته چې رزوي مواد د ترهگرو په لاس ورشي.

لیونارډ: "کېدای شي داسې حالت راشي چې له دوی سره زروي وسلې وي، خو پوښتنه به دا وي چې، د چا په کنټرول کې دي، د جوړولو د ټولو اړخونو مسولیت یې د چا په غاړه دی، او د زوري وسلو د جوړه ولو مواد د چا په لاس کې دي. دا پوښتنه له هرچا سره ده او نړیوال یې ځواب نه لري."

کارپوهان وايي ددې خبرې ترټولو بهتره ځواب دا دی چې سړی دغه رنگ برید ته تیار و اوسي، او زیاته وي چې هند د کاغذ په مخ یو داسې لیکل شوی پلان لري چې د بایلوژیکي او اټومي برید په وخت باید څه وشي، خو د هند امنیتي ځواکونه د ممبۍ د ترهگرو بریدونو په وخت باکل بې وسه پاتې شول.

هیمن: "په ظاهره دوی ډېر ښه گامونه اچت کړي، خو هغه څه چې مونږ ولیدل هغه داو چې دوی دغو بریدونو ته بیخي تیار نه و. دوی د امریکا په څېر د لوی ساحل د څارولو لپاره تر سل کمې کشتۍ لرلې."

خو کارپوهان وايي عادي خلک چې باخبره و اوسي نو د ترهگرو بریدونو مخه نیولای شي، لکه څنگه چې یې په کال ٢٠٠٦ کې په لندن کې د مایعو موادو د بمو په وسیله د طیارو د تباهۍ د برید پلان شنډ کړ.

هیمن: "ددغه پلان شوي برید څخه یو کال د مخه پلټنې پیل شوې، ځکه چې د یوه ترهگر گاونډي پولیسو ته ویلي ول چې د گاونډي په کور کې څه عجیبه فعالیتونه روان ول."

د امریکا د باندنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا سلاکار سیت بیلي وايي د ممبۍ بریدونه د نړۍ د امنتي ادارو لپاره یو لوی درس و.

سیټ بیلي: "په ممبۍ کې چې د هند اقتصادي مرکز دی، د مستقله کومانډويي ځواکونو نښتوالی؟؟؟ زما په فکر هرڅوک چې په دې فکر وکړي نو وبه وايي چې دا یوه تېروتنه وه. او زه باور لرم دا تېروتنه به بیا تکرار نه شي."

کارپوهان وايي د ممبۍ د بریدونو پیغام دادی چې که څه دا ممکن کار نه دی چې ترهگري بشپړه له منځه یووړلای شي، خو په بهتره تیار سی کې دا امکان شته چې د ترهگرو لخوا د تاوان کچه ټیټه کړای شي او هغوی پرې نږدي چې خپل مقصد ته ورسي.

XS
SM
MD
LG