د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افراطېانو ېو مشر نېولی دی


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکی چې پاکستان د افراطېانوېو مشر نېولی دی. ورځپاڼه زېاتوی چې د ېوې لسېزې په موده کې دادوېم ځل دی چې د پاکستان د ترهگرانو مشکوک مشر مسعود اظهر د سه شنبی په ورځ په کورکې نظربند شو.

د هغه په باب وېل شوېدی چې پرهند باندی په حملوکې لتاړ دی. د پاکستان ددفاع وزارت د هغه توقېف اعلان کړ.

ددې کار مقصد دا و چې د پاکستان عزم او اراده څرگنده کړی چې په مومبئی باندی د تېرې مېاشتی د خونړېو حملو په اړه مشکو کو کسانو پسی گرځی چې وې نېسی.

خو سره له دې هم په امرېکا او مومبئی کې د مسعود اظهرد توقېفولو خبر په تمسخر او خندا استقبال شوېدی.

د دواړو هېوادونو په پاېتخت کې دا خبره ېادېږی چې پاکستان هېڅکله هم دغه کشمېری افراطی تورن نکړ.

هغه وخت چې دی د هند پر پارلمېان باندی د ٢٠٠١ مېلادی کال د ډېسمبر په مېاشت کې ونېول شو پاکستان پرهغه کوم رسمی تور ونه لگاوه. د پاکستان ېوه قاضې هغه له ېوولس مېاشتو بند نه وروسته خوشی کړ.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې د مسعود اظهر د پېسی له امله پرپاکستان باندی شک کېږی چې دپر افراطېانو پرضد به سخت او جدی اقدامات ونکړی.

هغه وعدی چې د پاکستان مشران ېې اوس کوی چې د مومبی د حملو مسوولېن به ونېسی دهغو په برخه کې وېل کېږی چې د پاکستان پخوانېو اعمالو داڅرگنده کړېده چې خلک ېې نېولی دی خوبېرته ېې خوشی کړېدی.

همدغه راز شک اوس هم موجو ددی چې د نومبر په ٢٦ مه چې په مومبی باندی د ترهگری حملی وشوې دهغو له مسوولېنو سره به څه ډول سلوک وشی.

واشنگټن پوست لېکی چې پاکستان د لشکر طېبه قوماندان ذکی الرحمن لکهوی او همدارنگه اظهر مسعود د هغو فشارونو په نتېجه ونېول چې د بش ادارې اوهند له خوانه پرې اچول شوی وو.

XS
SM
MD
LG