نن چهارشنبې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې شپیتمه کلیزه لمانځل کیږي.
خو د م م د بشري حقوقو د څانگی مشر نیوي پایلي د سه شنبې په
ورځ په نیویارک کې وویل اوس هم د نړۍ په گوټ گوټ کې په لسگونو ملیونه
انسانان ددې اعلامیې له ژمنو څخه بې برخې دي.
په دی اعلامیه کې ویل شوي چې د نړۍ هر وگړی د شکنجې، غلامۍ، فقر، توپیر او د ستم د نورو ډولونو نه د خلاصون او ازادۍ حق لري.
اعلامیه وایې د نژاد، جنسیت، مذهب او یا سیاسي مفکورې په نظر کې نیولو پرته ټول د قانون په وړاندې یو شان دي.
د بشري حقوقو فعالین وایي دغې اعلامیې د نړیوال قانون پلي کیدو ته قوت ورکړی او په ټوله نړۍ کې یې د بشري حقونو نهضت پیاوړی کړی دی.