د لاس رسي وړ اتصالات

فدرالي څارنوالانو د ایلینوی د ایالت والي، د رشوت په تور ونیول


فدرالي څارنوالانو د الینای د ایالت والي راډ بلاگایویچ او د هغه د دفتر رئیس د رشوت په تور ونیول.

د امرېکې د اېلنوې د اېالت والی، راډ بالگوجېوېچ، پرون وروسته د هغې په شېکاگو کی په خپل کور کی د اېف بی اې له خوا ونېول شو چه څارنوالانو ته د هغه د تلېفونی مکالمو په بنېاد پته ولگېدله چه غوښتل ېې د امرېکا د مشرانو جرگی د ېوې خالی څوکئ د ډکولو لپاره د ېوه سړی نه رشوت واخلی.

دغه څوکی د امرېکا د منتخب جمهور رېس او پخواني سناتور بارک اوباما څوکئ وه چه په انتخاباتو کی ېې د کامېابئ نه وروسته خالی شوی ده.

گورنر واک لری چه د خپل صواب دېد په اساس ورته ېو بل څوک کاندېد کړی. گورنر بالگو جېوېچ وروسته بېا د قاضی په امر د پنځه څلوېښت زره ډالر ضمانت په بدل کی خوشی شو.

خو دغه دوه پنځوس کلن گورنر چه دېموکرات گوند غړی دی واېې چه هېڅ کوم غلط کار ېې نه دی کړی.

د گورنر سره ېې ېو ځای د دفتر رېس هم ونېول شو.

XS
SM
MD
LG