د لاس رسي وړ اتصالات

د م م د امنیت شورا: پاکستان باید د لشکر طیبه فعالیت بند کړي


د م م د امنیت شورا له پاکستان څخه غوښتي د لشکر طیبه فعالیت چې په ظاهره یوه خیریه اسلامي ډله گڼل کیږي، او د هند د ممبئ ښار د بریدونو شک پرې دی، بند کړي.

د امنیت شورا د چارشنبې په ورځ د امریکا او هند په غوښتنه د جماعت الدعوه په نوم ډله ترهگره اعلان کړه، او ویې ویل چې دا ډله به له دې وروسته د ملگرو ملتونو د بندیزونو سره مخامخ شي.

د پاکستان حکومت ددی پریکړی په وړاندې سمدستي کوم عکس العمل ندې څرگند کړې. خو چارواکو ویلي وو چې ددی ډلې په وړاندې به سخت اقدامات ترسره کړي.

د امنیت شورا یو څلور کسیز هیات همدا شان څلور تنه چې د ممبای په تروریستي پیښو کې د لاس لرلو شک پرې کیږي، د مشکوکو تروریستانو په توگه معرفي کړل بندیزونه پرې ولگیږي.

بل پلو، د امریکا یو جگپوړي پوځي مقام ویلي چې په هند کې د بریدونو وروسته چې پاکستان کوم اقدامات کړي تری خوشحاله دی، خو دا به وخت څرگند کړي چې ایا دا کار یې په صداقت کړی که نه.

د امریکا د اردو لوی درستیز مک مولن تیره اونۍ پاکستان او هند ته د امریکا د خارجه وزیری سره په یو گډ سفر کې د پاکستان پر کمزوری ملکی حکومت د زیاتو هڅو فشار راوړی.

مولن چې خبریالانو سره خبرې کولې وی ویل چې د پاکستاني مشرانو د خبرو نه راضي دی.

مولن د وسله والو ډلو پر ضد د پاکستان د حکومت د حملو ستاینه وکړه او خپل ملاتړ یې څرگند کړ. که څه هم د پاکستان د پوځي مشر اشفاق کیاني او جنرال مولن ترمنځ په تیرو څو میاشتو کې پرله پسی لیدنې شوي خو د خبرو زیات جزیات یې واضح نه کړل.

پاکستان هغه تورونه رد کړي چې گوندی د هغه هیواد استخباراتي اداره د ممبئ په بریدونو کې لاس ولری خو وایې چې کیدی شي برید کوونکو کې ځنی پاکستاني اوسي.

XS
SM
MD
LG