د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه بینظیر بوتو ته د بشري حقوقو جایزه ورکوي


د پاکستان د وژل شوي پخوانۍ صدر اعظمي بینظیر بوتو زوی د خپلي مور د پاره د ملگرو ملتونو له خوا د بشري حقوقو جایزه قبوله کړې ده.

بلاول بوټو زرداري پرون د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چی دده مور د امکان تر حده ټول بشري فعالیتونه وکړل چی په پاکستان کی هم ددیموکراسۍ او هم د بشري حقوقو تضمین وکړی.

د ملگرو ملتونو چارواکي وایی چی میرمن بینظیر بوتو د هغو اوو تنو جایزه اخیستونکو په جمله ده چی په هغه مبارزه کی یې برخه اخیستې وه چی هدف یې په ١٩٦٨ کال کی د بشري حقوقو د اعلامیې تطبیق او اجراات و چی په اساس یې د خلکو حقوق او آزادي تضمین شوې ده .

XS
SM
MD
LG