د لاس رسي وړ اتصالات

کیت الیسن امریکايي مسلمانان وهڅول چې په سیاست کې برخه واخلي


د منېسوتا له ایالت نه کیت الیسن لمړنی مسلمان امریکايي دی چې په ٢٠٠٦ کال کې د امریکا کانگرس ته وټاکل شو. ده د امریکايي اسلامي اړیکو د شورا په غنده کی امریکايي مسلمانان وهڅول چې په سیاست کې برخه واخلي.

ده وویل چې د بارک اوباما ټاکل کیدل باید د یوه ښه فرصت په توگه وگڼل شي او دوی دې په دې ټولنه کې خپل نقش له سره وټاکي او کوښښ وکړي چې غږ یې واورل شي.

د کانگرس غړی کیت الیسن وايي:

"یواځنۍ لاره چې ځان له سره وپېژنئ هغه دا ده چې د ځان د ښیگڼې لپاره هدف لرونکی کار وکړې. مونږ باید نورو خلکو ته اجازه ورنه کړو چې مسلمانانونه بلا جوړ کړي.

دغه خلک د وینا د ازادۍ نه غلطه گټه اخلي. مونږ ته په کار دی چې د ازادۍ د وینا نه مثبته گټه پورته کړو او خپل غږ ټولو غوږونو ته ورسوو. مونږ باید دا خبره هیره نه کړو چې مونږ د صفر نه پیل نه کوو.

شا وخوا ډیرې نیکې پیرزوینې شته دي. هر ځلې چې یو مسلمان ډاکتر د یوه ناروغ ښه پالنه کوي دغه پیرزوینه هلته شته ده. هر ځلې چې یو مسلمان ټولنیز کار کونکی د یوه چا لپاره یو ښه کار کوي، هلته یوه پیرزوینه منځ ته راځي."

د کانگرس غړي الیسن وویل چې د اوباما په اداره کې ٨٠٠٠ نوې وظیفې شته دي او هغه مسلمانان وهڅول چې دغو وظیفو ته غوښتن لیکونه واستوي.

هغه وی ویل، اوس په امریکا کې داسې یو جمهور رئیس ټاکل شوی دی چې د ځان سره د حسین نوم لري نو ځکه تاسو په دې ونه ډار شئ چې په پردۍ لهجه خبرې کوئ یا دا چې اسلامي نوم لرئ.

XS
SM
MD
LG