د لاس رسي وړ اتصالات

پر بس د ناټو ډزو ٣ ملکيان ووژل


ناټو وایی چی عسکرو یې نن د جمعې په ورځ د میدان وردکو په لایت کې په یوه بس موټر باندې چي ډیر چټک روان و او د دوی د خبرداري د ډزو پروا یې ونه کړه ډزي وکړې او درې ملکي خلک یې په کې ووژل.

دغه پیښې د کابل-کندهار پر لویه لاره شوې ده.

ناتو وویل چي پلي گزمې یې ددغه بس موټر په خوا کله چی هغه د عسکرو په خوا په چټکۍ ورروان و د خبر دارۍ ډزي وکړې چی ودریږي .

مگر هغه ونه درید او گزمه مجبوره سوه چی دځان ددفاع د پاره په دې بس موټر بادي مستقیمي ډزي وکړی . په دې ډزو کی درې تنه په موټر کی دننه ووژل سول او لږ تر لږه لس تنه نور زخمي سول .

XS
SM
MD
LG