د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان افغانستان کې پوځي ماموریت تمدید کړ


د جاپان پارلمان فیصله وکړه چی د امریکا په مشري د تروریزم ضد فعالیتونو د پاره به د هند په سمندر کی د سمندري قواو د پاره د تیلو په برابرولو کی خپل ماموریت ته یوبل کال هم دوام ورکړی.

د جاپان د ولسي جرگې د دغي ننۍ پریکړي په اساس به د جاپان دغه ماموریت د ٢٠١٠ کال د جنوري تر میاشتي پوری دوام وکړی .

د جاپان د مشرانو جرگې چی د غټ مخالف گوند غړي اکثریت په کی لري.

مخکی داسي پریکړه ردکړې وه ، مگر دا پریکړه وروسته مقتدري ولسي جرگې ته واستول شوه . دا جرگه د حاکم لیبرال دیموکراتیک گوند له خوا کنټرولیږی .

د هند په سمندر کی د امریکا په مشري سمندري قواو ته د جاپان له خوا د تیلو ورکولو ماموریت اول په ٢٠٠١ کال کی پیل سو ، مگر تیر کال د هغه ملک د پارلمان د مخالفو وکیلانو له خوا د لنډي مودې د پاره وځنډول سو ، ځکه چی د زیاترو وکیلانو په نظر هغه د دوهمي نړۍ والي جگړې نه وروسته د جاپان د اساسي قانون چی اردو یې یواځي د ځان دفاع ته محدوده کړې ، مخالف بلل شوی دی .

XS
SM
MD
LG