د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د هند سره د استخباراتو شریکول څېړي


د امریکا یو لوړرتبه دیپلومات د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جان نیگرو پانتې نوي ډهلي ته تللی دی چی په مومبای کی د تیري میاشتي د تروریستي حملو نه وروسته.

د هند د سیاسي مشرانو سره د هغه هیواد د استخباراتي ادارو د پیاوړتیا په باب خبري وکړی .

ټاکل شوې هغه نن د هند د بهرنیو او کورنیو چارو د وزیرانو سره خبري وکړی نیگروپانتې پرون د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کی و او هلته یې د پاکستان د ملکي او نظامي مشرانو سره وکتل .

د هند په استخباراتي ادارو باندی له دې کبله زیات انتقادونه کیږی چی د مومبای د ترورستي حملو چی لږ تر لږه ١٧٠ تنه یې ووژل مخنیوی یې ونه کړای شو . هند په پاکستان باندی تور لگوي چی هغو تروریستي ډلو ته یې په خپله خاوره کی ځای ورکړی چی په دې حملو کی یې لاس درلود .

XS
SM
MD
LG