د برتانیې صدراعظم کابل ته رسېدلی دی او له جمهور رئیس حامد کرزي سره یې کتلي دي.
گورډن براون د خپل دغه سفر په ترڅ کې چې له مخکې یې اعلان نه و شوی، کابل ته له ورتلو مخکې د هلمند په ولایت کې له خپلو عسکرو سره وکتل.
د برتانیې پوځي مشرانو ویلي، دا لومړی ځل دی چې ښاغلی براون په افغانستان کې له دومره نږدې څخه د جگړې اول خط ویني.
په عین حال کې، د برتانیې د دفاع وزارت وايي، د هلمند په ولایت کې په دوو جلا چاودنو کې د دوی څلور عسکر وژل شوي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د برتانیې د دفاع د وزارت له خوا خپره شوې ده، ویل شوي چې د جمعې په ورځ د سنگین په ولسوالۍ
د سرک د غاړې د بم په چاودنه کې یو عسکر وژل شوی او په همدغې ولسوالۍ کې د یوه ١٣ کلن هلک په ځانمرگې حمله کې درې نور عسکر وژل شوي دي.
ښاغلي براون د خپلو عسکرو پر وژل کیدو ژور خفگان څرگند کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو په خلاف جگړه باعث شوې چې برتانوي عسکر د تروریزم په خلاف د جگړې په اول خط کې ودریږي.
له بلې خوا، د بشر د حقوقو د ډاکترانو یوې ډلې پرون وویل چې جنرال عبدالرشید دوستم د لیلي په دښته کې چیرې چې ډیر خلک له خاورو لاندې کړل شوي دي، د جنگي جنایتونو نښې له منځه وړي دي.
د ډاکترانو دغه ډلې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې جنرال دوستم اووه کاله مخکې په سلگونو بندیان ووژل او د هغوی جسدونه یې په دغه دښت کې له خاورو لاندې کړل.