د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: د امریکا دښمنان له اوباما استفاده نشي کولای


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس د امریکا دښمنانو ته خبرداری ورکړی چې د منتخب جمهور رئیس براک اوباما واک ته د رسېدو څخه د استفاده په فکر کې ونه اوسي.

ښاغلي گیټس نن په بحرین کې د خلیج د هیوادونو د مشرانو یوې غونډې ته وویل چې اوباما به د جنوري په شلمه واک ته د رسېدو وروسته د امریکا او د امریکا د ملگرو د منافعو دفاع وکړي.

د دفاع وزیر وویل، هغه کسان خطا وتلي دي چې فکر کوي د اوباما له حکومت نه به په خپله نفع استفاده وکړي.

ښاغلي گیټس ایران ته په اشارې سره، د سپینې ماڼۍ هغه انتقاد یو ځل بیا یاد کړ چې وايي، ایران د عراق او سیمې د بې ثباته کولو کوښښ کوي.

گیټس د خلیج د هیوادونو پر مشرانو غږ وکړ چې د عراق د حکومت ملاتړ وکړي او له دې لارې د ایران د نفوذ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG