پولیس وایی چی د کندهار په ښار کی د بم په هغه چاودنه کی چی په یوی کراچی کی ځای په ځای شوی ؤ درې تنه پولیس مړه او لږ تر لږه پنځه تنه نور زخمی شوی دی.
محلی چارواکی وایی چی ننی حمله د پولیسو په یوه موټر شوی وه چی شپږ تنه ملکی کسان هم پکی زخمی شوی دی.
د فرانسی خبری آژانس خبر ورکوی چی طالبانو د دی حملی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
په دی څو ورځو کی دا دویمه چاودنه چی د کندهار په ولایت کی شوی ده.
د شنبی په ورځ کانادایی چارواکیو اعلان کړی ؤ چی دری تنه عسکر یی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی چی د هغوی موټر ته نژدی وشوه وژل شوی دی.
همداشان د برتانیی صدراعظم گوردن برون د ناتو په قواوو غږ وکړ چی په افغانستان کی د طالبانو پرخلاف جگړه کی زیاته ونډه واخلی.
ښاغلی برون افغانستان ته په خپل مخکنی سفر کی چی بی خبره ورغلی ؤ ویلی و چی د طالبانو د زیاتیدونکی تشدد په وړاندی امریکا او برتانیه باید یوځینی ملکونه نه وی چی زیات عسکر ورلیږی.