د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د جنګي مجرمینو پر ضد د مېرمنو لاریون


نن په کابل کې په لسګونو مېرمنو د دیرش کلنې غمېزی د جنګي مجرمینو د محاکمې په هدف مارش ترسره کړ.

پدغه لاریون کې چې د تېرو جګړو د دوه سوه پنځوسو قرباني شویو کورنیو غړو برخه اخېستې وه، دیوه پریکړه لیک په خپرولو سره له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په افغانستان کې دعدالت د تطبیق لپاره زمینه برابره کړي.

مېرمنو غوښتل چې د حکومت له څوکیو هغه کسان چې په تېرو جګړو کې ښکېل وو دې لری کړای شي.

دغو مېرمنو د یوی با صلاحیته محکمې د جوړولو غوښتنه هم کوله. خپور شوی پرېکړه لیک چې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ته هم وسپارل شو وایی، غونډې شوې مېرمنې هغه سړکونه او واټونه چې د جګړه مارو په نومونو نومول شوي، غندي.

XS
SM
MD
LG