د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس:  افغانستان کې د عسکرو ډیریدو ته اندیښمن یم


د امریکا د دفاغ وزیر، رابرټ گیټس په عراق کې د امریکایي سرتیرو سره په خبرو کې وویل چې د جون تر میاشتې به د عراق له ټولو سترو ښارونو نه بهرني ځواکونه ووځي او امنیتي چارې به عراقیانو ته وسپارل شي.

رابرټ گیټس د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي. د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس وویل ددې امکان نه لیدل کیږي چې د عراق په څیر به افغانستان ته هم دومره لوی عسکر ولیږي او په راتلونکې کال کې به د جنرال میکرنن په غوښتنې یوازي څلور غنډه یا شا او خوا شل زره عسکر ولیږي.

گیټس: "د شلو زرو د زیاتوالي نه وروسته به زه په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د ډیریدو په اړه اندیښنه لرم. شوروي یو لک او شل زره عسکر درلودل خو ناکامه شول ځکه چې د افغانانو ملاتړ یې نه درلود. د عسکرو د شمیر زیاتوالي سره داسي هم پیښیدای شي چې زموږ موجودیت دومره ډیر احساس شي چې د افغانانو د ملگري او مرستندویه پر ځای د یو یرغلگر په سترگه راته وکتل شي."

گیټس په عراق کې امریکایي سرتیرو ته وویل چې د ماموریت وروستی مرحلې ته رسیدلي دي او په دې ورځو کې یې مسؤلیتونه نور هم درانه دي.

گیټس: "مونږ به د جون تر دیرشمې نیټې د عراق له ښارونو او گڼ میشتو سیمو نه ووځو. موږ ددې ماموریت یو مهم پړاو ته رسیدلي یو او په همدې اساس به تر دوه زره یوولسمه خپلې جنگي ځواکونه وباسو. دغه نیټه موږ د خپلو قومندانانو په سلا ټاکلي ده ځکه د دوی په فکر د جون تر دیرشمې به د عراق د ټولو اتلسو ولایتونو امنتیي چارې عراقیانو ته وسپارل شي."

پوځي چارواکو ډیر ځلې دا ویلي وو چې تر هغې افغانستان ته عسکر نه شي لیږلی چې په عراق کې د عسکرو شمیر کم نه شي. خو گیټس دا خبره رد کړه چې افغانستان ته به دومره عسکر ولیږي لکه څومره چې یې په عراق کې ساتلي وو.

څو ورځې وړاندې گیټس په کندهار کې دا ویلي وو چې د ټاکل شوو څلورو لیواو نه به یوه ډله عسکر په راتلونکې میاشت کې افغانستان ته ورسيږي او پاتې دری به د پسرلي په پای کې یا د دوبي په پیل کې وولیږل شي.

نن سبا په افغانستان کې شا او خوا یو دیرش زره امریکایي عسکر میشت دي او د راتلونکو لیواوو د رسیدو نه وروسته به یې ټول شمیر پنځوسو زرو ته لوړ شي.

د جمهور رئیس جورج بوش د دورې په پای کې افغانستان ته د رابرټ گیټس سفر ددې لپاره جوړ شوی وو چې دی له عسکرو سره خدای په امانی وکړې ځکه داسي اټکل کیده چې راتلونکی جمهور رئیس براک اوباما به دفاع نوی وزیر وگوماري.

خو اوس داسي نه کیږي او براک اوباما په غوښتنه به همدا جمهوري غوښتونکی رابرټ گیټس به د هغه په کابینه کې هم د دفاع وزیر وي.

XS
SM
MD
LG