د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د جمهور رئیس بوش ناڅاپي سفر


د جمهور رئیس جورج بش د افغانستان له جمهوررئیس حآمد کرزی سره په ېوه مجلس کې په کابل کې وعده وکړه چې په افغانستان کی به دامنیت د ښه کولو چارو ته ادامه ورکړی.

ښاغلی بش نن ددوشنبی په ورځ ښاغلی کرزی ته ووېل چې دی د امرېکا په نوې اداره باندی داحساب کولی شی چې هغوی به له ده سره د طالبانو خلاف جگړه کې مرستی ته ادامه ورکړی. دامرېکا منتخب جمهوررئیس براک اوباما وعده کړېده چې کله دی د راتلونکی کال د جنوری په مېاشت کې د جمهوری رېاست مقام تر لاسه کړی نو په افغانستسان کې به د عسکرو شمېر زېات کاندی.

وروسته له هغه نه چې ښاغلی بش له ښاغلی کرزی سره ملاقات وکړ هغه جورج بش ته د امېرامان الله خان افتخاری نشان دهغه دهغو هلو ځلو په بدل کې ورکړچې دافغانستان د بیا رغونی لپاره ېې کوی او په افغانستان کې دمخدره موادو له غیر قانونی تجارت سره د مبارزې په برخه کې کوششونه کوی.

افغانستان ته له سفر نه مخکی د ېکشنبی په ورځ جورج بش عراق ته هم بې له کوم مخکینی اعلان نه سفر کړی و. هغه هلته له عسکر و او د حکومت له چارواکېو سره خدای پامانی وکړه. ښاغلی بش په بغداد کې د ېوه خبری کنفرانس په ترڅ کې دعراق له صدر اعظم نوری المالکی سره برخه وخېستله. ددغه کنفرانس په ترڅ کې د عراق د تلوېزېون ېوه خبرېال منتظر الزېادی چې د البغدادېه د تلوېزېون لپاره ېې کارکاوه ښاغلی بش په عربی ژبه سپی وباله او پرهغه ېې د خپلو بوټونو گوزارونه وکړل. رپوټ واېې ښاغلی بش د خپل ځان د بچولو لپاره خپل سر ټیټ کړ او بوټونه د هغه پرسر په هوا کې تېر شول. امنیتی چارواکو دغه خبرېال له کوټی نه بهر کش کړ. نورو عراقی خبرېالانو ددی کار معذرت وغوښت.

ښاغلی بش وروسته ددې پیښی په باره کې په ټوکه ووېل چې دی د خطر احساس نه کوی.

ښاغلی بش له عراق نه دافغانستان په لور سفر په دوران کې خبرېالانو ته ووېل چې په افغانستان کې مامورېت ندی بدل شوی. جمهوررئېس بش ووېل چې عسکر هلته مخ په زېاتیدو دی او هلته د ځانی تلفاتو د شمیر زېاتوالی علت دادی چې هغوی نوی سیمی اشغالوی.

دامرېکا د ېوه جنرال ډېوېډ مک کیرنان په غوښتنه به په زرگونو نور عسکر په بله میاشت کې افغانستان ته ولاړ شی. کله چې ښاغلی بش په عراق کې و نو د هغه هېواد له صدر اعظم نوری المالکی سره ېې دامرېکا اوعراق نوی امنېتی تړون لاسلیک کړ. دامرېکا اوعراق نوی امنېتی تړون چې د عراق پارلیمان تیره میاشت منظور کړ دهغه پر بنا به دامرېکا ټول عسکر تر ٢٠١١ مېلادی کال پورې له عراق نه ووزی.

وروسته له هغه نه چې ښاغلی بش له عراق نه روان شو خبرېالانو ته ېې ووېل هغه ولیدل چې دعراق خلک بهر په شپه کې د ماشومانو په شمول د فوټبال لوبه کوی. هغه داهم ووېل چې پ برېښنا روښانه شوی بغداد به د شپې څنگه ښکاری کله چې د ښار په شاوخوا سېمو کې برېښنا منځته راشی. ښاغلی بش به امرېکا ته وروسته له هغه نه چې په برتانیه کې د الوتکی دتېلو اچولو لپاره تم شی بېرته راستون شی.

XS
SM
MD
LG