د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي فرانسې یې په اړه غیردیپلوماتیکه تبصره کړې


دایران حکومت وایی چی دوی د پاریس په کنفرانس کی چی دافغانستان لپاره جوړ شویدی ددی لپاره گډون ونکړ چی دفرانسی جمهوررئیس سرکوزی دایران د جمهوررئیس په باب غیردیپلوماتیکی څرگندونی کړی وی. همدا کار ددی سبب سو چی دوی دغه یوه ورځنی کنفرانس ته خپل استاځی ور ونه لیږی.

ایران چی دافغانستان گاونډی هیواد دی د پاریس خبرو ته د یکشنبی په ورځ ور بلل سوی و. خو څرنگه چی د فرانسی جمهوررئیس نیکولس سرکوزی له دغه کنفرانس نه یوه اونی مخکی یولړ نامناسبی تبصری کړی وی.

سرکوزی ویلی وو چی دی دایران له جمهوررئیس محمود احمدی نژاد سره لاس نه شی ورکولی ځکه چی هغه ویلی د ی چی اسراییل دی د دنیا له نقشی نه محوه سی . هغه داهم ویلی دی چی احمدی نژاد د ایران نمایندگی نه کوی.

دایران خارجه وزارت نطاق حسن قشقاوی ددوشنبی په ورځ په یوه خبری کنفرانس کی وویل چی غیردیپلوماتیکی تبصری وشوی او هغه عنعنه نده مراعت شوی چی د کوربه هیواد له خوانه په داسی مواردوکی سرته رسیږی. ایران دهمدغه دلیل په نظر کی نیولو سره په دغه کنفرانس کی گډون نه کوی. تراوسه پوری موږ په تیرو کنفرانسونو کی فعاله برخه اخیستی ده. په دغه یوه ورځنی مجلس کی د پاکستان ، هند ، روسیی چین، برتانیی او امریکا خارجه وزیرانو او نورو معتبرو چارواکیو برخه اخیستی وه.

XS
SM
MD
LG