د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني لارۍ چلوونکو افغانستان ته د اکمالاتو رسولو نه انکار وکړ


د پاکستان د لاریو د موټروانانو ېوې اتحادیې ويلي دي چې د لارېو چلولو ډېرو موټروانانو افغانستان ته د امرېکا په مشری د داېتلاف او ناټو د قواو لپاره د مالونو د وړلو نه انکار کړېدی ځکه چې پر هغوی باندی د لارې په اوږدو کې حملی زیاتې ‍شوي دي.

د خېبر ترانسپورت مشر شاکرالله افرېدی نن ددوشنبی په ورځ ووېل چې ددغې اتحادېې ډېر غړی له دېنه انکار کوی چې په افغانستان کې خارجی قواو ته مالونه ور وړی. په دغه اتحآدېه کې ٣٥٠ لاری ، د تېلو ټانکونه او د حمل اونقل نور موټرونه شامل دی.

دغه اتحادېه په افغانستان کې خارجی قواو ته ډېر حېاتی مالونه ور وړی. خوهغوی په امنېتی دلاېلو او خطرونو په نظر کې نېولو سره ددغومالونو د وړلو نه انکار کړېدی.

د لارېو چلولو د اتحادېې دا خبر وروسته له هغه نه خپور شو چې په دوی باندی د خېبر دلارې په اوږدو کې ېو لړ حملی وشوې.

د ناټو چارواکیو او ځاېې چارواکېو دلارېو چلوونکېو موټروانانو ادعا بابېزه وگڼله. د خېبر د سېه ئېزحکومت چارواکی واېې چې د ١٩١ لارېو ېوه کاروان نظآمی مهمات نن د خېبرپه لاره باندی افغانستان ته وېوړل.

د ناټو ېوه نطاق ووېل چې داکمالاتوپه رسېدلو کې کومه خاصه گډوډي او معطلی نده راغلی.

XS
SM
MD
LG