د لاس رسي وړ اتصالات

عراق وايي امریکا یې باید یوازي پرې نږدي


متحده ایالاتو ته د عراق سفیر وايي، د امریکا راتلونکی حکومت باید دده ملک هېر نه کړي. هغه وايي، که عراق پرېښودل شي چې په یوه ناکام ملک بدل شي نو دا به د سومالیې له خطره سل چنده لوی خطر پیښ کړي.

سمیر سومایدي د دوشنبې په ورځ وویل چې که عراق د تیلو له لویو زېرمو سره گډوډیو ته پرېښودل شي نو دا به د سیمې او نړۍ لپاره لوی خطر پېښ کړي.

ښاغلي سومایدي په واشنگټن کې د یوه اوږدې بیانیې په ترڅ کې وویل چې ملک یې توانېدلی دی چې ترویزم مخه واړوي. هغه وویل چې عراق لومړنی عرب او مسلمان هیواد دی چې القاعده پکې ماتې خوړلې ده.

سفیر سومایدي وویل چې واشنگټن باید د تروریزم اصلي ریښه وڅاري. هغه د اسرائیلو او فلسطینیانو جنجال د بحران اصلي لامل وگاڼه.

XS
SM
MD
LG