د لاس رسي وړ اتصالات

چین په نړیوالو ویبپاڼو بیا بندېز لگولی


داسی معلومېږی چې چېن ېو څو بهرنۍ وېب پاڼی بندی کړېدی. دا کار څو مېاشتیی وروسته له هغه نه کېیږی چې چېن د اولمپېک په لوبو کې دا بندېز لېری کړی و. هغه وېب پاڼی چې بندی شوېدی په هغو کې د بی سرحده خبرېالانو، د نړېوالې عفوې او بي بي سي د چیناېي ژبی وېب پاڼی شاملې دي.

دغه وېب ساېټونه داگست په مېاشت کې د لوبو له پېل نه لږ مخکی خلاص شوی ول. د چېن د خارجه وزارت ېوه نطاق ووېل چې دهروېب ساېټ د بندولو په تفصلاتو ندی خبر خو حکومت د قانون سره سم وېب ساېټونو اداره او کنترول کوی.

له بلې خوا، دا دوېم خبرېال دی چې د چېن پولېسو په پېکنگ دېوې مېاشتی نه په کمه موده کې نېولی دی.

دغه خبرېال د شانگسی په شمالی اېالت کې داداری فساد په باب تحقېقات کول. د چېن دولتی مطبوعاتو ووېل چې دغه خبرېال گوان جېان د رشوت خوړلو په تور نېول شوېدی.

د پېکنگ نېوز په نامه ورځپاڼی ددوشنبی په ورځ ووېل چې هغه تصوېرونه چې د ډېسېمبر په اوله نېټه اخېستل شوېدی په هغوکې داسی ښکاری چې نامعلومو کسانو گوان د هوټل له سالونه د موټر په لور راکاږلی دی.

د خبرېال گوان زوی مطبوعاتو ته ووېل چې دی ددوشنبی په ورځ په دې خبرشو چې پلارې توقېف شوېدی. هغه ووېل د هېبی پولېسو ورته ووېل چې دهغوی داکار دده د پلار په خواهېش کوی چې دوېنی د فشار او د ړزه دناروغی دوا ور ولېږی.

گوان تېره مېاشت تاېو ېان اېالت ته ددې لپاره تلی و چې د کورنو د زمکو په باب د اداری فساد په باب تحقېقات وکړی.

همدارنگه د چېن چارواکی واېې چې دوی د جېانگ شو په اېالت کې وروسته له هغه نه چې د مرغانو د والگی د وېروس نښی نښانی پکې پېدا شوی د ناروغو چرگانو په راټولولو او واکسېن کولو پېل کړېدی. د H5N1 وېروس د جېانگ شو په دوو فارمونو کې لگېدلی دی. ددې نښی نښانی لانشته چې داوېروس ته دې شاوخواته نورو فارمونو ته خپور شوی و.

XS
SM
MD
LG