د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې مواد ارزانه شوي


په امرېکا کې د مصرفی موادو قېمتونه په نومبر کې په بې سابقی ډول راښکته شول. په همدی توگه د تېلو بېه راولوېدله او د اقتصادی رکود او زوال له امله ددنېا په ستر اقتصاد کې غوښتنه کمه شوه.

په ېوه جلا رپوټ کې وېل شویدی چې په نومبر کې په امرېکا کې دنوو کورونو جوړول هم په بې سابقی ډول کم شوېدی.

توقع ده چې دامرېکا مرکزی بانک نن د گټی اندازه راکمه کړی. دامرېکا مرکزی بانک کوشش کوی چې ددغه هېواد له سوکه او وران وېجاړ اقتصاد سره مرسته وکړی.

دمرکزي بانک د آزاد مارکېټ کمېټه په نظر کې لری چې ېو فېصد گټه لږ تر لږه د څلورمی برخی په اندازه ېعنی په روپی کې پنځه وېشت پوله نوره هم راکمه کړی.

رپوټ واېې چې دگټی په تارېخ کې دومره کمه گټه هېڅ سابقه نلری. په دې توگه به له بانک نه د قرضی اخېستل ارزانه شی او کاروباری خلک به په کاروبار پېل وکاندی.

د سود د گټی د اندازې له کمولو نه علاوه توقع ده چې د فېډرالی ذخېرې رئېس بن برناکی به دا اعلان هم وکړی چې بانکونه داسی اقدامات وکړی چې داقتصادی سقوط مخه ونېسی.

په دې جمله کې داهم شامل دی چې دامرېکا د حکومت باندونه واخلی چې نورې نغدې پېسی په اقتصاد کې زېاتی شی او د پور ورکولو هڅې زېاتی او تشوېق شی.

XS
SM
MD
LG