د لاس رسي وړ اتصالات

په بنگلدیش کې اضطراري حالت ختم شو


د بنگله دېش حکومت په دغه هېواد کی د پارلماني انتخاباتو نه مخکی چه د ډېسمبر په نهه وېشتمه نېټه کېږی، نن اضطراری حالت ختم کړ.

داضطراری حالت دختمولو فرمان جمهور رېس اېاج الدېن احمد بېگاه نېمه شپه لاسلېک کړ.

په بنگله دېش کی اضطراری حالت پوره دوه کاله مخکی نافذ شوی ؤ او په سېاسی فعالېتونو باندی دپابندیو نه علاوه دمطبوعاتو په ازادئ او دخلکو په مدنی حقوقو باندی هم سخت بندېزونه لگېدلی ؤ.

اوس سېاسی گوندونه کولی شی چه دانتخاباتو لپاره په پوره ازادئ خپلی مبارزی شروع کړی.

توقع کېږی چه ددی انتخاباتو په نتېجه کی به ېو نوی دېموکراتېک حکومت دقدرت واگی په لاس کی واخلی.

د بنگله دېش دوه غټ سېاسی گوندونه دبنگله دېش ملی گوند چه مشری ېې دپخوانئ صدراعظمی خالدې ضېا په لاس کی او عوامی گوند چه مشرئ ېوه بله پخوانئ صدراعظمه شېخ حسېنه واجد په غاړه لری، ېو دبل په مقابل کی ېې سخته مبارزه پېل کړی ده.

XS
SM
MD
LG