د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه وايي له عراق څخه یې عسکر ژر نه وځي


د برېتانېې صدراعظم گورډن براون واېې چه په عراق کی به دبرېتانوی عسکرو نظامی مامورېت دراتلونکی مېلادی کال د مئ دېو دېرشتمی نېټی نه مخکی پای ته ونه رسېږی.

گورډن براون نن په بغداد کی د عراق دصدراعظم نوری المالکی سره دېوه مطبوعاتی کانفرانس په دوران کی داخبره وکړه.بروان په ناڅاپی ډول نن بغداد ته ورسېده.

براون ووېل چه دبرېتانېې عسکر به په عراق کی دهغه په وېنا خپله وظېفه دنورلس سوه نهه مېلادی کال په لومړئ برخه کی پای ته ورسوی. دواړو صدراعظمانو اعلان وکړ چه دبرېتانېې دعسکرو د وتلو نه وروسته به هم نه ېواځی دا چه دعراق او برېتانېې نژدی انډېوالی دوام ولری، بلکه نوی ابعاد به غوره کړی او روابط به ېې پراخه شی.

تېره هفته برېتانېې اعلان کړی ؤ چه دعراق نه به خپل ټول عسکر دراتلونکی کال دجولاېې دلومړئ نېټی پوری وباسی. دامرېکا نه وروسته فعلا برېتانېا په عراق کی تر ټولو زېات عسکر لری.

له بلې خوا، دعراق پولېس واېې چه نن دبغداد په ېوه مرکزی برخه کی د موټر بم په دوو چاودنو کی کم ترکمه اتلس کسان مړه شوی دی او دوه پنځوس نور ېې زخمېان کړی دی.

پولېس واېې چه دبمونو نه ډک ېو موټر نن فقط څو کېلومتره دهغه ځای نه لېری دترافېکو دپولېسو د سرمامورېت سره نژدی وچاوده چه دبرېتانېې صدراعظم گورډن براون دعراقی مامورانو سره ملاقات په کی کاوه. څو شېبی وروسته ېو بل بم هم خلاص شو.

XS
SM
MD
LG