د لاس رسي وړ اتصالات

مشکوکه ترورېستی ډله له افغانستان نه د فرانسوی عسکرو وتل غواړی


واشنگټن پوسټ لېکی چې ېوې مشکوکې ترورېستی ډلی د فرانسی حکومت ته خبرداری ورکړېدی چې که فرانسوی عسکر له افغانستان څخه ونه وزی نو د بمونو حملی به وکړی.

د واشنگټن پوسټ ورځپآڼه لېکی پولېسو د ډاېنامېټو پنځه لړونه د پارېس په ېوه مغازه کې د سه شنبی په ورځ وروسته له هغه نه پېدا کړل چې ېوې نامعلومې ډلې خبرداری ورکړ چې هلته ېو بم اېښودل شوېدی. دغی نامعلومی ډلې داهم ورته وېلی وو چې که چېرې فرانسه له افغانستان څخه خپل عسکر ونه باسی نودوی به نورې حملی هم وکړی.

واشنگټن پوست لېکی چې د فرانسی دکورنېو چارو وزېر ماېکل اېلېت ماری ووېل چې دا ډېناماېټ زاړه ول او کومه چاودوونکی اله ورسره تړل شوې نه و ه چې والوزول شی. هغه ووېل چې د رخصتېو د وخت هغه مستهلکېن چې په سودا پسی راوځی دهغوې لپاره خطر ډېر کم دی.

خو دغې پېښی د جمهوررئېس نېکولس سرکوزې په هغه فېصله کې چې د اپرېل په مېاشت کې ېې کړې وه او وېلی وو چې د فرانسوی عسکرو شمېر به زېات کاندی پټ خطر راڅرگند کړ. هغه وېلی وو چې درې زره نور عسکر به افغانستان ته ولېږی چې ددوی نقش په افغانستان کې پراخه شی او په جگړو کې ېې ونډه زېاته شی.

واشنگټن پوست لېکی چی سرکوزې په سټراسبرگ کې خبرېالانو ته ووېل چې په دې اوسنېو حآلاتوکې زه هرېوه ته داخبره کوم چې ډېر محتاط واوسی. هلته هغه د اروپاېې اتحاد پارلېمان ته خطاب کاوه. هغه ووېل چې سړی باېد محتاط وی او دترورېزم دمخنېوی لپاره دا ېوازېنی لاره ده ځکه له بده مرغه هرڅه پېښېدلی شی. موږ باېد په خپل درېځ محکم ودرېږو ځکه موږ له ترهگرانو سره مصالحه نه کووبلکه موږ له هغوی سره جگړه کوو.

واشنگټن پوست لېکی چې د بلجېم پولېسو د امرېکا ترڅنگ د بلجېم او فرانسی د عسکرو موجودېت په افغانستان کې ددې عامل وباله چې د شمالی افرېقا هغه شپږ تنه چې توقېف شوېدی دترهگری عمل ته نېت وکړی. د بلجېم چارواکېو ووېل چې په هغو شپږ وکسانو کې درې تنه افغانستان ته تللی وو. په هغو کې ېوتن په دې نېژدی وخت کې بېرته راستون شویدی او غوښتل ېې چې دالقاعده دترهگری ډلې په همکاری ېوه ځان وژونکی حمله وکړی.

ېوفرانسوی چې اصلا دتونېس دی د فرانسی د الپاېن په ښار کې دهمدغی شبکی د تحقېقاتو په لړ کې نېول شوېدی. پرهغه باندی ددوشنبی په ورځ تورونه ولگول شول. د فرانسی چارواکېو ووېل چې ده د منبر په نامه دېونوی وېب ساېټ په چلولو کې د افراطېانو د تبلېغ لپاره مرسته کوله. د شپږ و کسانو له جملی نه ېوه ښځه ده چې ملکه الرود نومېږی او په بروکسل کې ونېول شوه او له دغه وېب ساېټ سره ېې ډېر ه مرسته کوله. دملېکی اوسنی خاوند هم نېول شویدی. د ملېکه الرود پخوانی خاوند عبدالستار دامانی هغه سړی دی چې په شمالی افغانستان کې ېې په ٢٠٠١ مېلادی کال کې ېې داحمد شاه مسعود دوژلو لپاره د ځان وژنی په حمله کې برخه اخېستی وه او هغه ېې وژلی و. احمد شاه مسعود هغه وخت د طالبانو ډېر مهم مخالف بلل کېده.

د ځان وژنی دغه برېد په ٢٠٠١ مېلادی کال کې د سپتمبر د ېوولسمی نېټی نه دوه ورځی مخکی ېعنی د سپتبمر په نهمه شوه وه. ترهغې دوه ورځی وروسته بېا په نېوېارک او پنټاگان کې دترهگری حملی وشوی.

XS
SM
MD
LG