د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د هند آستاځی احضار کړی


پاکستان د هند یو آستاځی ور غوښتی دی او ورته یې د پاکستان په هوایی قلمرو باندی د تیري په باب شکایت کړی دی .

تر اوسه لا هم په مومبئی کی د تیري میاشتي د تروریستي حملو له کبله ددواړو ملکونو تر منځ زیات تاوتریخوالی موجود دی .

هندي چارواکي د پاکستان دا تور رد وی چی وایی د هند جیټ الوتکي تیره هفته د پاکستان هوایی قلمرو ته ور اوښتي وې.

د دواړو ملکونو تر منځ د تاوتریخوالي د یوې بلي نښی په توگه هندي مامورینو نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی هند د پاکستان سره د کریکیټ د لوبي مسابقه فسخ کړې ده .

XS
SM
MD
LG