د لاس رسي وړ اتصالات

هند د ترهگرئ خلاف ځواب برابروي


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د ډیسیمرپه اولسمه نیټه لیکی چی دهند اولسی جرگی دچارشنبی په ورځ دخلکو د سختو اعتراضونو په مقابل کی دترهگری خلاف یوه داسی لایحه منظور کړه چی دهغی پربنا به د ملی تحقیقات یوه اداره جوړه شی چی د ترهگری خلاف اقداماتو کی به ډیر زیات اختیارات ولری.

د فرانسپریس خبری اژانس نن د پنجشنبی په ورځ رپوټ ورکوی چی د پاکستان جمهوررئیس اصف علی زرداری افغانستان ته سفرکوی.

د فرانسپریس خبری اژانس نن د پنجشنبی په ورځ رپوټ ورکوی چی د پاکستان جمهوررئیس اصف علی زرداری افغانستان ته سفرکوی. فرانسپریس د پاکستان د خارجه وزارت له قوله لیکی دا به لومړی ځل وی چی د پاکستان جمهوررئیس د جمعی په ورځ افغانستان ته سفروکړ ی او هلته به له خپل انډول جمهوررئیس حآمد کرزی سره د ترهگری خلاف په گډه مبارزه باندی خبری وکړی. د اسفر په داسی وخت کی کیږی چی اسلام اباد او کابل چی دواړه د ترهگری په نړیواله جگړه دامریکا انډیوال هیوادونه دی په خپلو سرحدونو کی له طالبانو او القاعده سره په جگړه بوخت دی.

فرانسپریس د پاکستان د خارجه وزارت له قوله د پنجشنبی په ورځ وویل چی جمهوررئیس زرداری او جمهوررئیس کرزی به له ترهگری سره د گډی مبارزی په باب بحث وکړی. ترهگری ددواړو هیوادونو سولی او امنیت ته خطر پیښوی. دخارجه وزارت په دغه خبرلیک کی ویل شویدی چی پاکستان له افغانستان سره نیژدی، دوستانه او د همکارۍ اړیکوته ډیراهمیت ورکوی. د جمهوررئیس زرداری سفر به افغانستانه ته د ددواړو هیوادونو ترمنځ هغه دوستانه اړیکی نوری هم مظبوکی کړی چی له پخوان څخه موجودی دی. ټاکل شویده چی دغه دواړه مشران به په یوه گډخبری کنفرانس کی برخه واخلی.

د فرانسپریس خبری اژانس لیکی چی د افغانستان جمهوررئیس حآمد کرزي د ښاغلی زرداری د سوگند په مراسمو کی د گډون لپاره پاکستان ته د سپتمبر په میاشت کی سفر کړی و. دغو دواړو مشرانو د په نیویارک کی د ملگرو ملتونو د عمومی غونډی په ترڅ کی په ضمنی ډول هم ملاقات وکړ. دافغانستان مشر په تیرو وختونو کی پر پاکستان دا تور لگولی دی چی له سرحد نه د یاغی طالبانو په را اووښتلو کی په کافی اندازه اقدامات نه کوی.

په تیرو اونیو کی افراطی طالبانو د پاکستان په شمال غربی سیمه کی دناټو د اکمالاتو پر کاروان باندی حمله وکړه او هغه ټولی لاری او مالونه یی وسوځول چی په افغانستان کی دناټو قواو ته ورتلل.

دواشنگټن پوسټ ورځپاڼه د ډیسیمرپه اولسمه نیټه لیکی چی دهند اولسی جرگی دچارشنبی په ورځ دخلکو د سختو اعتراضونو په مقابل کی چی په امنیتی چارو یی وکړل دترهگری خلاف یوه لایحه منظور کړه چی د ملی تحقیقات یوه اداره دی جوړه شی. د هند پر حکومت باندی دخلکو اعتراضونه د تیری میاشتی دهغوی حملو له امله وشول چی په بمبی کی دری ورځی روانی وی.

داولسی جرگی غړیوله ډیر بحث نه وروسته دوه مهم شیان منظور کړل. اول خوداده چی د ملی تحقیقات د اداری د جوړلو منظوری ورکړل شوه. بل لایحه د غیر قانونی اعمالو د سرته رسولو د مخنیوی لایحه منظور شوه. دادویمه لایحه به د هغو کسانوپه باب تحقیق کول او دهغوی تعقیبول اسانه کړی چی د ترهگری شک پری کیږی. دغه دواړه لایحی د مشرانو جرگی ته وړاندی شویدی او ویل کیږی چی په ډیره اسانه به منظور شی. د واشنگټن پوست ورځپاڼه د هند د کورنیو چارو دوزیر پی چیدم برم له قوله لیکی چی هغه پارلیمان ته وویل چی دتاسی د ملت په نبض پوهیدلی یاست . ملت له پارلمیان نه توقع لری چی دغه لایحی همدانن منظور کړی چی د قانون بڼه غوره کړی او دملت ډاډ اوباور بیرته اعاده شی.

کله چی هغه دغه لایحی پارلمیان ته دمنظورولو لپاره وړاندی کړی نو هغه وویل ی دی پارلیمان ته په ډیر احترام خواست کوی چی دغه لایحی په داسی شکل منظور کړی چی دواړه گوندونه مخالف او واکمن پکی یوشان برخه واخلی.

دهند کورنیو چارو وزیر چیدم برم وویل داتوقع نشی کیدلی چی دیوه جهادی او ترهگر لپاره د لایحه کوم خنډ نه پیښوی ځکه هغه دلته ددی لپاره راځی چی مړ شی. او ددی لپاره راځی چی خلک مړه کړی.

خو دا قوانین به خلکو ته د اعتماد او ډاډ روحیه برابره کړی چی جنایتکاران به سزا ووینی . دا ټول قوانین جزایی قوانین دی دا دترهگری د مخنیوی قوانین ندی.

واشنگټن پوست لیکی چی دکانگریس گوند د ترهگری خلاف قوانین فسخ کړی وو ځکه چی امنیتی قواوته دومره ډیر زیات اختیارات ورکړل شوی وو چی دتیري او تجاوز سبب کیدل.

واشنگټن پوسټ لیکی چی مومبئی د حملو نه وروسته دغه اختیارات د خلکو د زیات فشار له امله بیرته عملی کیږی. پخوابه یو مشکوک ٩٠ ورځی توقیف کیده اوس ١٨٠ ورځی توقیف کیدلی شی.

دهغو ادارودمالی چارو جاج به هم اخیستل کییږی چی ددی شک پری کیږی چی له ترهگرو ډلو سره مالی مرستی کوی.

واشنگټن پوست د مهیش رنگراجن له قوله چی یوا زاد سیاسی تحلیل کوونکی دی لیکی چی که څه هم د خلکو زیات فشار موجود دی خو حکومت ډیر په احتیاط سره هغه قانونی تحفظات را ژوندی کوی چی د ترهگری خلاف یو سنجول شوی ځواب وگڼل شی نه دا چی پولیسو ته د ددښمن د نیولو په نامه د لیونتوب او انسان وژنی قاونوی لاری چاری برابری کړی.

XS
SM
MD
LG