د لاس رسي وړ اتصالات

توریالی ویسا د کندهار والي وټاکل شو


جمهوررئیس حامد کرزي توریالی ویسا چی یو افغان ـ کاناډایي دی د کندهار والي ټاکلی دی .

توریالی ویسا د رحمت الله روفي پرځای راځی. روفي د څه کم څلورو میاشتو کار کولو نه وروسته برطرفه سو.

توریالی ویسا په کاناډا کی د بریټیش کولمبیا په پوهنتون کی په زراعت کی خپل تحصیلات بشپړ کړي او په دې څانگه کی یې تخصص تر لاسه کړی دی . هغه په افغانستان کی زیږیدلی دی او په افغانستان کی یې د صلاکار په توگه کار کاوه .

همدارنگه، د امریکا د جمهوررئیس جورج بوش میرمنی لاورا بوش د امریکا او افغانستان د ښځو د شورا د غړو نه غوښتي دي چی د افغانی میرمنو سره دي د مالي مرستو او د ښووني او روزنی په چارو کی خپلو کوششونو ته دوام ورکړی .

میرمن لاورا بوش چی څو کاله یې ددې شورا د افتخاري رئیسی په توگه کار کړی پرون یې په یوه ویډیویي کنفرانس کی ددغي شورا نه د هغې د کار او فعالیت له کبله مننه وکړه .

بل خبر وایی چی جمهوررئیس کرزي په افغانستان کی د نړۍ والو قواو نه غوښتي دي چی د ملکی خلکو سره دي په خپله رویه کی بدلون راولی . هغه پرون په یوه وینا کی هوډ وکړ چی د رشوتخوري په مقابل کی به سخت اقدامات وکړی .

XS
SM
MD
LG