د لاس رسي وړ اتصالات

په زیمبابوې کې کولرا په پراخېدو ده


د روغتیا نړیوال سازمان ويلي، که په زیمبابوې کې د کولورا د ناروغۍ د خپرېدو په عاجل مخنیوی ونشي ، ددې امکان شته چې په دغه ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمیر درې چنده شي.

ملگري ملتونه وايي، په دغه ملک کې د کولرا له آمله تر اوسه ١١ سوه تنه مړه شوي او د رپوټونو پر اساس لږ تر لږه ٢٠ زره تنه تر اوسه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ويلي، که عاجل اقدامات ونشي کیدای شي په مکروب د اخته کسانو شمیر ٦٠ زرو ته لوړ شي.

دغه ادارې ویلي، ددې امکان شته چې د ناروغانو اصلي شمیر له هغو ارقامو لوړ وي چې حکومت اعلان کړي دي.

XS
SM
MD
LG