د لاس رسي وړ اتصالات

په غزه کې اوربند مات شوی


د غزې پر تړانگه باندې د اسرائیلو په یوې هوایی حملې کې یو فلسطینی تندرو وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. دا پښه له هغه یوه ورځ وروسته شوې چې د فلسطین د حماس گوند له اسرائیلو سره شپږ میاشتنی اوربند رسماً لغوه اعلان کړ.

د اسرائیلو د پوځ یوه نطاق وویل، دا هوايي حمله تندروانو د راکټ د یوې حملې په ځواب کې شوې چې نن سهار د غزې له تړانگې وشوه.

د جمهور رئیس محمود عباس د فتحې د گوند یوې مخالفې ډلې، د الاقصا لوا ویلي دي چې وژل شوی کس د دوی غړی و.

د حماس یوه نطاق له اسرائیلو سره د اوربند د ماتېدو علت د اسرائیلو حملې او پر بندر باندې د د دوی بندیز ښودلی دی.

له بلې خوا، ل بلې خوا په صحي مرستو بار یوې کښتۍ د غزې تړانگې ته رسېدلې ده. دغه کښتۍ چې د بشري حقونو نړیوال فعالین هم پکې سفر کوي، په داسې حال کې غزې ته رسېدلې چې اسرائیلو پر دغه بندر تگ راتگ بند کړی دی.

د جمعې په ورځ، د ملگرو ملتونو سرمنشي بانکي مون پر حماس او اسرائیلو غږ وکړ چې له سره اوربند وکړي او په غزه کې د تشدد پیښې پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG