د لاس رسي وړ اتصالات

د تایلنډ نوې کابینه اعلان شوه


د تایلنډ نوي صدراعظم نن د خپل کابینې غړي اعلان کړل. ځینې انتقاد کوونکي وايي چې ځینې بې تجربې کسان د وزیرانو په توگه انتخاب شوي او همدرانگه د بهرنیو چارو ټاکل شوی وزیر د ملک په پایتخت کې د تیرې څو میاشتو په مظاهرو کې لاس درلود.

(اپيسیت ویچاچیوا) نن د ملک ٣٥ کسیزه کابینه اعلان کړه او د تایلنډ باچا منظور کړه. ټاکل شوې ده چې باچا به د دوشنبې په ورځ نوي کابینې ته د وفادارئ لوړه ورکړي.

نوی صدراعظم کاسي پیرومیا د دیموکراسۍ لپاره د خلکو د اتحاد پخوانی ملاتړ کوونکی دی. دغه گوند د درې میاشتو راهیسې په پایتخت بنکاک کې د مظاهرو په ترڅ کې د صدراعظم دفتر محاصره کړی و او د یوې هفتې لپاره یې د بنکاک دوه لوی هوايي میدانونه تړلي وو.

ښاغلی اپیسیت د دسمبر په ١٥مه د پارلمان د رایو په نتیجه کې د صدراعظم په توگه وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG