د ایران دولتي راډیو ویلي، ملک یې د سومالیې ساحل ته یوه جنگي بیړۍ لیږلې چې د سمندري داړه مارانو مخه ونیسي.
په دغه رپوټ کې چې نن د شنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې دغه بیړۍ اوس د عند خلیج ته رسېدلې ده.
په تیره څو میاشتو کې داړه مارانو دوه ایرانۍ بیړۍ هم تښتولي دي. د ایران هغه اوبتل لا تر اوسه د سمندري داړه مارانو په ولکه کې دی چې تیره میاشت د سومالیې په اوبو کې نیول شوی دی.
د اکتوبر په میاشت کې د ایران یوه بیړۍ د پیسو په بدل کې خوشې شوه.
دغه ایرانۍ بیړۍ به امریکا، اروپايي اتحاد او نورو نړیوالو قواوو سره یو ځای د سومالیې په ساحل کې د سمندري داړه مارانو د مخنیوي لپاره فعالیت کوي.
چین هم په روانې هفتې کې اعلان وکړ چې سیمې ته امنیتي بیړۍ لیږي.
د سومالیې داړه مارانو په روان کال کې لږ تر لږه ۴٠ بیړۍ تښتولي او دا وخت یې تقریبا ١٥ بیړۍ او اوبتلونه په ولکه کې دي.