د لاس رسي وړ اتصالات

راولپنډۍ کې اور ۱۰ تنه وژلي


د پاکستان پولیس وایی چی د شنبی په ورځ د راولپنډی د ښار په یوه بازار کی د اور د لگیدو له امله د مړیو شمیر تقریبآ لسو تنو ته رسیدلی دی.

په راولپنډی کی نن حکومتی چارواکیو وویل چی په دی پیښه کی تقریبآ څلور پنځوس تنه زخمی شوی دی او شپږ کسه تر اوسه لادرکه دی.

په دغه بازار کی په سل گونو دوکانونه پراته وو .د ژغورنی عمله د نړیدلو دوکانونو په خاورو او لوټو کی پلټنه کوی چی که څوک بند پاتی وی ویی ژغوری .

چاروکی وایی چی د اور د لگیدو علت نه دی معلوم.

XS
SM
MD
LG