د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او پاکستان اړېکی 'مخ په خرابېدو دی'


د هند او پاکستان ترمنځ شخړه ورځ په ورځ زېاتېږی. هند له اسلام اباد نه غواړی چې دترهگرانو خلاف عملی گامونه او چت کړی او پاکستان په خپلو ځېنو ښارونو باندی ددې لپاره د جېټ الوتکېو پروازونه پېل کړېدی چې د خپلې څارنی عملېات نور هم زېات کړی.

نن ددوشنبی په ورځ په نوی ډېلی کې د هند خارجه وزېر پراناب مکرجی خبرېالانو ته ووېل چې اسلام اباد د تېرې مېاشتی د مومبئی د وژونکېو حملو په برخه کې د انکار پالېسی غوره کړېده.

نوی ډېلی واېې هغو برېدوکوونکېو چې په مومبئی کې ېې تر ېو سلو اوېا نه زېات کسان ووژل د پاکستان سخت درېځې ډلې لشکر طېبه روزلی وو.

خو اسلام اباد واېې چې نوی ډېلی په دې برخه کې داسی شواهد ندی وړاندی کړی چې دغه حملی په پاکستان کې پلان شوېدی.

مکرجی واېې هند به په دې برخه کې ډېرضروری گامونه اوچت کړی چې ددغې شخړې چاره وکړی.

په عېن حال کې د پاکستان جنگی جېټ الوتکې د اسلام اباد، راولپنډی او لاهور پر اسمان پروازونه کوی.

د هواېې قواو نطاق واېې چې دوی د خپلې څارنی عملېات زېاتوی.

پاکستان واېې چې دوی حاضر دی چې په تحقېقاتو کې مرسته وکړی او د مشکوکو افراطېانو له جملی نه ېې څوکسه نېولی دی خو له دې نه ېې انکار کړېدی چې هغه افراطېان چې هند ورپسی گرځی هغوی ته په لاس ورکړی.

XS
SM
MD
LG