د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائېل پر غزه باندی د حملو په باب غور کوي


اسراېېلو دېپلوماتېکی هلی ځلی پېل کړېدی چې خپل هغه نظامی گواښ توجېه کړی چې واېې په غزه باندی به حمله وکړی ځکه چې له دغې سېمی نه پراسراېېلو باندی د راکټونو ډزې کېږی.

د اسراېېلو استاځی په ملگرو ملتونو کې سرمنشی بان کېمون ته ېو لېک ور لېېږلی دی او په هغه کې د اسراېېلوپه اندښنه باندی ټېنگار کوی.

د اسراېېلو دېپلوماتان به د جمعی په ورځ له خپلو همرتبه دېپلوماتانو سره هم په دې موضوع باندی خبری وکړی.

د جمعی د ورځی راهېسی جگړې پېل شوېدی ځکه حماس اعلان وکړ چې له اسراېېلو سره ېې د شپږو مېاشتو اوربند پاېته رسېدلی دی. فلسطېېنانو چې د راکټ کومی ډزې کړېدی هغه داسراېېلو په جنوبی برخو کې لگېدلی دی.

په همدی سبب اسراېېلو هم د شمالی غزې د راکټ پر ډزی کوونکېو باندی هواېې حملی کړېدی.

XS
SM
MD
LG