د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق پارلمان د خپل رئېس د برخلېک په باب عاجله غونډه کوي


د عراق پارلېمان به نن بېا خپله عاجله غونډه کوی چې دا پرېکړه وکړی چې دپارلېمان درئېس چې خبرو ېې سېاسی جنجال راپورته کړېدی او دخارجې عسکرو په سر ېې بحث گډوډ کړېدی، سرنوشت معلوم کړی.

په دې بحث کې له امرېکا نه پرته د نورو خارجی هېوادونو د عسکرو د موجودېت په باب په عرا ق کې بحث کېږی.

د عراق د پارلېمان وکېلان به نن په دې بحث کوی چې د پارلېمان د سنی رئېس محمود المشهدانی په باب چې تېره اونی ېې د پارلېمان ېو شمېر غړی توهېن کړل څه ډول فېصله وکړی.

هغه مشاجره او ناندرۍ چې په پارلېمان کې وشوې دهغو په سر ددوشنبی په ورځ هغه راېې اچونه وځنډېدله چې په عراق کې د استرالېا، برتانېې اېلسلوادور، اېستونېا، اورومانېا عسکروته په عراق کې د ٢٠٠٩ مېلادی کال تر جنوری پورې د پاتی کېدو اجازه ورکړل شی او که نه.

که چېرې دا اقدامات ترهغه وخت پورې منظورنشی چې دملگرو ملتونو جوازنامه د ډېسېمبر په ٣١مه فسخ کېږی نو دا عسکر به هېڅ ډول قانونی مشروعېت ونلری چې په عراق کې په راتلونکې کال کې خپلو عملېاتو ته دوام ورکړی.

په ېوه جلا خبر کې وېل شوېدی ې نن د عراق چارواکېوهغه امنېتی ماموران خوشی کړل چې تېره اونی په دې تور نېول شوی ول چې د عراق د بعث غېرقانونی شوی گوند ېې بېا راژوند ی کاوه.

د بعث گوند د عراق پخوانی مشر صدا م حسېن جوړ کړی و.

په تېرو څو ورځو کې په دې برخه کې متضاد خبرونه راغلی دی چې اېا هغه دروېشت امنېتی ماموران لاتر اوسه پورې هم په توقېف کې دی او که نه.

د عراق دکورنېو چارو وزېر جواد البولانی ووېل چې دا توقېفونی د سېاسی سېالېو او مخالفتونو پر بنا شوېدی.

ښاغلی البولانی داخبره رد کړه چې د ددفاع او کورنی امنېت چارواکېو د کودېتا کولو نېت درلود.

XS
SM
MD
LG