د لاس رسي وړ اتصالات

حماس به د څلور وېشت ساعتونو د اوربند مراعت وکړی


د حماس چارواکی واېې چې دوی به د څلوروېشت ساعتونو د اوربند مراعت وکړی چې ددې اجازه ورکړی چې غزې ته بشری مرستی ور ورسېږی.

حماس واېې د اوربند مراعتول به دې ته اجازه ورکړی چې له مصرنه د سه شنبی په ورځ مالونه غزی ته ورسېږی. خو دا معلومه نده چې اسراېېل به اجازه ورکړی چې غزی ته مالونه ورسېږی او که نه.

په غزه کې دمالونو کمښت موجوددی.

حماس واېې چې پر اسراېېلو باندی یی حملی د مصر په غوښتنه بندی کړیدی. له اسراېېلو سره د حماس د شپږو مېاشتو اوربند تېره اونی پاېته ورسېده.

اسراېېل واېې چې ددوی خارجه وزېر تېزېپ لېوېن به د مصر له جمهور رئېس حسنی مبارک سره د پنجشنبی په ورځ په قاهره کې ملاقات وکی چې په دغه مسله ورسره خبری وکړی.

د اسراېېلو د رومن کاتولېک ېوه مسېحی ملا پرحماس غږ کړېدی چې د کرېسمس ېا دعېسوېانو د اختر د پېغام په مناسبت له خپلی سېالی ډلې سره خپلی اړېکی روغی کاندی.

دغه پادری په غزه کې د کړاوونو او بې عدالتی په باب خبری کولی.

XS
SM
MD
LG