د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو د غازو د صادرونکو هیوادونو د یوی غونډې کوربه توب کوي


نن سه شنبې مسکو د غازو د صادرونکو هیوادونو د یوی غونډې کوربه توب کوي چې د څیړونکو په باور دا هڅه د اوپک د موسسې په شان د یوې اتحادیې د جوړولو لپاره ده چې د انرژۍ د بیو کنترول تر لاسه کړي.

ټاکل شوی د روسیې صدر اعظم ددی غونډې مهم ټکي په خپله وینا کې د الجزایر، ایران، لیبیا، قطر او نورو گډون والو هیوادونو په وړاندې څرگند کړي.

روسیه نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې ددې اتحادیې د ممکنې جوړیدو اصلي محور د افکارو او نظریاتو تبادله ده.

XS
SM
MD
LG