د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی وایی چی افغانستان دې ته تیار دی چی په
افغانستان کی د تروریزم سره په جگړه کی د خارجي عسکرو ملاتړ وکړی، خو
هغوی هم باید چی د ملکی خلکو د مرگ ژوبلي مخنیوی وکړی.
هغه دا وینا د خوست په ولایت کی هغه وخت وکړه چی په هغه غونډه کی یې برخه واخیسته چی تیره هفته د امریکایي قواو د یوې حملې په وخت وژل شوي وو.
ښاغلي کرزي ائتلافي قواوي په دې وغندلې چی د ملکي خلکو د مرگ ژوبلي د مخنیوي په باب موافقې ماتوی.
امریکا وایی چی دغو درو تنو چی په خوست کی وژل شوي، د القاعدې سره ارتباط درلود، مگر افغان مامورین وایی چی هغوی ملکي خلک وو.
ښاغلي کرزي د امریکا د لوړ رتبه نظامي صاحب منصب د اردو د لویو درستیزانو د رئیس مایک مولین نه وغوښتل چی ددې پېښي بشپړ تحقیقات وکړی.