د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان د سیمو د امنیت لپاره محلي خلک گوماري


د امریکا د دفاع وزارت د یوه داسی آزمایشی پلان د عملی کولو دپاره تیاری کوي چی د هغه په اساس د افغانستان محلی اوسېدونکيد خپلو شاوخوا سیمو څخه د دفاع کولو دپاره تنظیمېږی.

دغه پروگرام د عراق هغه پروگرام ته ورته دی چی په تېر کال کی په هغه هیواد کی د امنیت د بهترېدلو یو اساسی عامل گڼل کېدی.

د دفاع دوزارت نطاق براین وایټ مېن دا پلان تایید کړی دی چی هغه پلان عملی کوی چید لومړي ځل لپاره یې د نیویارک ټایمز ورځپاڼی رپوټ ورکړ.

وایټ مېن: "زه گومان کوم چی دغه پروگرام د اولسونو یو پلان بللای سو، چی په نتیجه کی به یې بالاخره د افغانستان امنیت بهتر سی. دا تر ډېره ځایه پوری مقدماتی او آزمایشی پروگرام دی او دا به کتل کېږی چی د خلکو د خوا د خپلو سیمو څارنه څرنگه نتیجه ورکوی".

وایټ مېن وایی ددغه پروگرام ابتکار د افغانستان حکومت کړی دی او د متحده ایالاتو او ناټو قواوي به یې ملاتړ کوی. دی واییدا به کابل ته نیژدې د وردگو په ولایت کی، چی طالبانو په دې وروستیو میاشتو کی ډېر زور پکښی اخیستی دی، پیل سی.

وایټ مېن واییددې پروگرام مطلب دا دی چی محلی خلکو ته دخپلو سیمو د امنیتد بهترولو وظیفه وروسپارله سی او خلک د افغانستان د حکومت سره مرسته وکړي چی ځان د هیواد هری سیمی ته ورسولای سی. د دفاعد وزارت نطاق وایټ مېن وایی:

"دا پروگرام داسی ترتیب سوی دی چی د حکومت او خلکو ترمنځ به د اطلاعاتو د تبادله کولو اسانتیاوي برابروی، اعتماد به زیاتوی او ټول هدف به یې داوي چی د ولایاتو او اولسوالیو په سطح به د حکومت اجراات بهتروي او ټولی سیمی به په بهتره توگه له مرکزي حکومت سره وصلوی".

وایټ مېن وایی ددې پروگرام په سر کی به یوازي کم شمېر افغانان برخه واخلی، مگر دنیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی که دغه پروگرام یو څه نتیجه ورکړه نو قوماندانان په نظر کی لری چی هغه ډېر ژر پراخ کړی.

په عراق کی دغه ته په ورته پروگرام کی څه باندی سل زره کسان تنظیم سول، چی هغو کی پخوانی یاغیان هم شامل وه او هغوی ته یېد تلاښیو پوستې او د پولیسو محلی ماموریتونه وروسپارل.

قوماندانان وایید عراق د امنیت دبهترېدلو علت دغه پروگرام وو، ځکه چی تر یوه ځایه پوری د حکومت مخالفین په دوستانو بدل سول.

د عراق حکومت اوس ددغو قواوو د مسولیت اخیستلو په جریان کی دی او ځینی امنیتی قواوي په حکومت کی شاملوي او ځینی منحلوی.

مقامات واییدا ضروری نه وه چی د عراق هغو ډلو ته چی وروسته د عراق د زامنو په نوم وپېژندل سول، وسلې ورکړه سوي وای.د نیویارک ټایمز ورځپاڼه واییداسی پلان موجود دی چی د افغانستان محلی خلکو ته به وسلې ورکړلی سی مگر وایټ مېن دا خبره تایید نه کړه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼی دغه راز د افغانانو له قوله ویلي دي چی دغه پلان به نوي محلی ملېشې منځته راوړي او د یوه داخلی جنگ د پیل کېدلو سبب به سی. مگر وایټ مېن واییددغه راز اندېښنو په باب فکر کول تر وخت دمخه خبری دي.

په عراق کی د متحده ایالاتو د قواوو قوماندان جنرال ډېویډ پیټریوس اوس په دواړو جنگونو کی د متحده ایالاتو د قواوو قومانداني پر غاړه لری.

ده ویلي دي چی غواړی د عراق د جنگ څخه د ځینو ترلاسه کړو تجربو نه د افغانستان په ورځ په ورځ مشکل کېدونکي جنگ کي گټه واخلی.

او په داسی حال کی ده دا خبره ومنله چی دا دوه جنگونه له یوه بل سره توپیر لری او دا یې نه ويلی چی د عراق له کومو تجربو څخه به په افغانستان کی گټه واخیستله سی او له کومو څخه به کار وانه خیستل سی خو دی په دې عقیده دی چی دواړه جنگونه امریکا ته یو شان اهمیت لری.

په دواړو هیوادونو کی باید داسی امنیت ټینگ سی چی حکومتونه یېد اوږدې مودې دپاره ثبات ټینگ کړلای سی.

XS
SM
MD
LG