د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا او امریکا افغانستان ته د جنوبي کوریا د عسکرو استول رد کړي دي


د امریکا او جنوبي کوریا مامورینو د جنوبي کوریا د مطبوعاتو هغه رپوټ رد کړی دی چی وایی امریکا د جنوبي کوریا نه غوښتي دي چي خپل هغه عسکر دي افغانستان ته واستوي چی د عراق نه یې را ایستلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاق شان میک کورمیک پرون خبر یالانو ته وویل چی امریکا په همدې وخت کی داسی کومه غوښتنه نه ده کړې.

هغه وویل چی امریکا په عراق او افغانستان کی ددیموکراسۍ په لار کی د جنوبي کوریا د ونډي اخیستو ستاینه کوي.

د جنوبي کوریا ددفاع د وزارت یوه نطاق هم ویلي دي چی افغانستان ته دده د ملک د عسکرو د لیږلو په باب داسي کومه غوښتنه نه ده ځني شوې.

د جنوبي کوریا څه د پاسه ٥٠٠ عسکر چی په عراق کی یې خدمت کاوه، تیره هفته بیرته خپل هیواد ته ستانه شول.

په هغه رپوټ کی چی د جنوبي کوریا د دانگ اې البو په ورځپاڼه کی پرون د سه شنبې په ورځ خپور شوی د هغه هیواد د اردو د منابعو له قوله چی نومونه یې نه دي ذکر شوي ویل شوي دي چی واشنگټن غوښتي دي دا عسکر دي افغانستان ته واستول شی.

XS
SM
MD
LG