د لاس رسي وړ اتصالات

په ممبی باندې د بریدونو نه را پدی خوا، د هند او پاکستان اړیکي


په ممبی باندې د بریدونو نه را پدیخوا د هند او پاکستان اړیکي تر دې حده ترینگلې شوي دي چې د پاکستان هوایي ځواکونه د خپل حریم د دفاع تمرینونه کوي.

که څه هم هند وایي چې د جگړې نیت نلري، خو د بهرینو چارو وزیر ویلي دي چې اوس هم په ټولو لارو چارو فکر کولی شي. ځیني پوهان دا خبرې د بشپړې جگړې پیل گڼي او ځیني نور د جگړې اټکل نه کوي.

دا لاریون د پاکستان پرخلاف د هند د حکومت نه د سخت غبرگون ملاتړو د تیرې شنبې په ورځ په ممبی کې وکړ. په همدې ورځ د تاج او اوبرای هوټلونه د رغول کیدو نه وروسته یو ځل بیا پرانیستل شول، خو د سیاسي چارو شنونکې وایي د دواړو هیوادونو اړیکو ته د رسیدلي زیان ترمیم به تر دې ډیر وخت ونیسي.

د هند صدر اعظم، منموهن سنگ د پاکستان نه د ترهگرو د کمپونو د بندولو غوښتنه کوي.

سنگه: "خبره د جنگ نه ده. اساسي موضوع دا ده چې د پاکستان له خاورې نه ددې ترهگرو د سمبالولو، حمایه کولو او روزنې کار اخیستل کیږي."

خو د پاکستان چارواکې وایي دوی ددې خبرې د پخلي لپاره کره شواهد نلري چې په ممبی باندې برید کوونکي پاکستانیان ول.

قریشي: "موږ له هند نه معلومات غوښتي، خو تر اوسه یې هیڅ ډول ثبوت او معلومات نه دي راکړې. خو د ممبی ولس د خپل حکومت نه د پاکستان په اړه د یو پریکنده چلند غوښتنه کوي."

پرون دوشي: "که پاکستان دا ځل هم سم نه شو او نړیوال اصول یې مراعات نکړل، د هند او پاکستان اړیکې به ختمې شي او هند به مجبوره شي چې په ښکاره ډول په پاکستان برید وکړې."

محمد داس: "هند باید په پاکستان برید وکړې او خپل زور ور وښیې. دا څومره بد کار دی چې پرته له کوم څرگند دلیل نه د بې گناه خلکو وینه تویه شي."

هند وایي د ممبی بریدونه لشکر طیبه کړې دي او دلیل وړاندې کوي چې د دا ډله د بندیزونو سربیره بیا هم په پاکستان کې عادي فعالیت لري.

بلخوا، د امریکا د بهرینو چارو د وزارت د جنوبي اسیا د هیوادونو معین ریچرډ باوچر د پاکستان داسي غوښتنې لري.

باوچر: "موږ هیله کوو چې په هند کې ددې خواشینوونکې پیښې نه داسي گټه واخلو دا ډول خطر د تل لپاره له منځه یوسو. هند ددې حق لري چې باید په اینده کې ددې ډول خطرونو مخه ونیول شي."

د هند د بهرنیو چارو زیر ویلي دي چې تر هغې به له پاکستان سره نورمال اړیکي پیل نکړې چې اسلام اباد د ترهگرو پرخلاف گام وانخلي.

ځیني سیاسي څیړونکې وایي که حالت همداسي دوام وکړې کیدای شي دواړه هیوادونه په افغانستان کې د یو بل پرخلاف د ډلو ملاتړ پیل کړې.

وانډا: "ددې امکان شته چې دواړه هیوادونه د یو بل پرخلاف په نورو ځایونو کې په جگړو اخته شی. کیدای شي د پخوا په څیر یو ځل بیا په کشمیر کې وشي خو ډیره مضره به دا وي که چیری دوی په افغانستان کې د یو او بل په مقابل کې ودریږي. که یو خوا هند پاکستان په کشمیر کې په لاسوهنو تورنوي، پاکستان وایي هند هم په په افغانستان کې د خپلو قونسلگریو له لاري په قبایلي سیمو کې طالبانو او په بلوچستان کې بلوڅو ملت پالو ته ډلو ته پیسې ورکوي.

هند دا تورونه ردوي. سیاسي څیړونکی وایي وروستی پیښې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو پروسه تقریباً پ١ه بشپړه توگه له منځه یوړه خو د پام وړ ټکی دا دی چې لکه څه ډول چې د اړیکو ښه کیدل د ولسونو تر فشار لاندې شوي وو په همدې شان جگړې ته هم د خوابدی جواز ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG