د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په کشمیر کې د انتخاباتو وروستی پړاو ترسره کیږي


د هند تر واک لاندې کشمیر نن په لویه کچه امنیتي تدابیر نیولي چې خپل د ورستي دور دولتي انتخابات ترسره کړي.

د کشمیر په مرکزي ښار سرینگر کې نن چهارشنبې په زرگونو ځواکونو گزمې وهلې چې د هغو وسله والو جنگیالیو د ناڅاپي حملو مخه ونیسي کوم چې په هندي کشمیر کې جنگیږي.

پولیس وایې د سه شنبې په ورځ یې دری مشکوک جنگیالي نیولي چې غوښتل یې په سیمه کې یو ځان مرگی برید ترسره کړي.

دا دری واړه مشکوک کسان په جمو ښار کې نیول شوي. په دی انتخاباتو کې د کشمیر د ازادۍ غوښتونکي ډلو د نه گډون اعلان کړی.

د شلو کلونو راهیسی د کشمیر د ازداۍ وسله وال گروپونه د هند نه د کشمیر د ازادۍ لپاره جنگیږي او وایې یا دی د پاکستان سره وتړل شي.

تر اوسه د ازادۍ په نوم پدی جگړو کې په زرگونه خلک وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG