د لاس رسي وړ اتصالات

مهمه پوښتنه: آیا لویدیځ هیوادونه په افغانستان کې بریالی دی؟


د برتانېې د انډېپېنډېنټ ورځپاڼه دا پوښتنه مطرح کوی چې اېا غرب په افغانستان کې په گټه کې جگړه گټی؟ اېا نور عسکر باېد هلته ولېږل شی؟

ورځپاڼه د مخکېنېو پوښتنو په ځواب کې واېې چې د افغانستان د جگړې د پای نښی نښانی نه ښکاری. طالبان ورځ په ورځ قوی کېږی او د افغانستان په ډېرو برخو کې حضور لری.

دا په داسی حال کې چې اوېازره خارجی قواوې په افغانستان کې موجودی دی. ددې سره د افغانستان د جمهور رئېس حامد کرزی د حکومت اعتبار په داخل او خارج کې مخ په کمېدودی.

د برتانېې دانډېپېنډېنټ ورځپاڼه لېکی چې په کابل باندی د سږکال په اوږدو کې ډېرې سختی حملی وشوې. په دې جمله کې دهند پر سفارت باندی د بمونو تخرېبوونکی حمله او د کابل د سرېنا په هوټل کې برېدونه شامل دی.

هغه څه چې اوس په افغانستان کې پېښېږی هغه ډېر اهمېت لری ځکه چې د امرېکا منتخب جمهور رئېس براک اوباما وېلی دی چی امرېکا به په افغانستان کې جگړې ته ادامه ورکړی.

ددې خبری خلاف هغه دېته متعهد دی چې له عراق نه ١٥٠ زره عسکر بېرته امرېکا ته بوزې. په دې لړ کې د برتانېې صدر اعظم گورډن براون وعده کړېده چې خپلی اته زره قواوې به هلته په افغانستان کې نوری هم تقوېه کړی.

ددې جگړې خطرناکی نښی نښانی دادی چې پاکستان ته هم خپرېږی ځکه چې امرېکا په خپلو بې پېلوټه الوتکېو باندی د پاکستان په خاوره کې هم داهدافو په وېشتلوباندی پېل کړېدی. دلته دا پوښتنه هم مطرح شوېده چې په ٢٠٠١ مېلادی کال کې داسی معلومېدله چې طالبانو بشپړه ماتې خوړلی ده نو هغوی څنگه وکولی شول چې برته راشی؟

سپېنه مآڼی په دې عقېده وه چې د سېپتبمر د ١١می نېټی نه وروسته ېې په ٢٠٠١ مېلادی کال کې په چټکی او کم قېمت سره طالبانو ته داسی ماتی ورکړه چې هېچاېې تصور هم نشو کولی. امرېکا په دغه جگړه کې له هواېې قوې نه کار اخېستی و او د د طالبانو د مخالفانو د شمال د اتحآد ملاتړېې کړی و.

په همدی سبب طالبانو په کابل او نورو ښارونو کې تقرېبا له جگړی نه پرته سقوط وکړ. خو دا ټول کارونه لږ تېراېستونکی ول. طالبانو ددې لپاره جگړه ونکړه چې ختم سی. د هغوی جنگېالی بېرته خپلو کورونو او کلېوته ولاړل او مشران ېې له سرحد نه پاکستان ته واوښتل. دا حقېقت چې طآلبانو هلته د ٢٠٠١ مېلادی کال نه وروسته ېوخوندی ځای درلود، دهغوی په بقا کې ډېر زېات اهمېت درلود.

دبرتانېې د انډېپېنډېنټ ورځپاڼه لېکی چې هغوی د پاکستان د آي اېس آی په نظامی مرسته باندی هر وخت اتکا کړېده او له هغوی سره په عملېاتو کې لارښوونه اوملاتړ شوېدی.

د پاکستان پوځ له دې وېری نه چې د دښمنو قواو له خوانه را اېسار نشی لاتر اوسه پورې هم د افغانستان طالبانو ته د ېوه متحد او انډېوال قوت په نظر گوری. په اوله کې د پاکستان پوځ په ٢٠٠١ مېلادی کال کې دامرېکا د پوځ په مقابل کې روحېه کمزورې سوې خو کله چې جمهور رئېس بش په ٢٠٠٣ مېلادی کال کې په عراق نظامی حمله وکړه د پوځ مشرانو دا خبره درک کړه چې د ترهگری خلاف جگړه ډېره جدی نده.

نو هغوی په دې پېل وکړ چې طالبان دېوه جدی قوت په حېث بېرته راژوندی کړی. دبرتانېې دانډېپېنډ ېنټ ورځپاڼه لېکی چې دافغانستان حکومت ولی په دې قادرنه و چې د طالبانو له سقوط نه وروسته امن او ثبات راولي؟ په افغانستان کی د جمهور رئېس کرزی حکومت، ډېر کم روزل سوی، مسلکی او صادق ماموران درلودل چې حکومت پرې وچلوی.

د افغانستان اقتصادی زېر بنا خرابه او ځپل سوی وه. عامو اولسی خلکو، د جمهور رئېس کرزی د راتلو سره ډېر کم تفاوت په خپل ژوند کې ولېد.

امرېکا به زېاتره وخت جنگسالارانو ته د خپلو محلی اوځاېې انډېوالانو په نظر کتل که څه هم هغوی په خپلو خلکو کې په پراخه کچه منفور وو او په کرکه ورته کتل کېدل.

د طآلبانو د دېنی تعصب او دنورود نه تحمل کولو سره سره، دهغوی سېاسی کشش له دېنه را پېدا شوی و چې هروخت ېې د جنگسالارانو سره مخالفت کړېدی.

ملگري ملتونه اوس اټکل کوی چې افغانستان اوس د نړی ٩٢ فېصده اپېن تولېدوی او وروسته بېا هغه په هېروئېنو بدلېږی. دغه محصولات بېا د کال څلور بېلېونه ډالره باندی خرڅېږی.

په همدی سبب موږ وېلی شو چې د اپېنو تجارت ېاغېانو ته مالی مرسته هم برابرولی شی.

ېوه پوښتنه داوه چې د زېاتو خارجی قواو د لېږلو او موجودېت لپاره ضرورت سته ده او که نه ؟ په دې باب دا اندېښنه موجوده ده چې که څه هم ښاېې زېاتی خارجی قواوې به د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړی خو ددی منفی اړخ دا دی چې په افغانا نو کی به داعقېده تقوېه شی چې ددوی حکومت د خارجې قواو لاسپوڅی دی.

XS
SM
MD
LG