د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کي امریکایي ځواکونو د عیسی (ع) د میلاد جشن ولمانځل


د افغانستان په بگرام هوایې اډه کې امریکایي ځواکونو د کرسمس یا د عیسی ع د میلاد جشن لمانځل د چهارشنبې په ورځ پیل کړي دي.

د بگرام پوځي اډه د امریکایي قواو ترټولو مهم پوځي مرکز دی چې هلته د ناټو ځواکونه هم ورسره میشت دي.

د چهارشنبې په ماښام د کرسمس جشن د عسکرو لخوا په سندرو او خوشالیو پیل شو.

د امریکا منتخب جمهور رئیس براک اوباما د کرسمس د جشن په ویاړ خپل د مبارکې ثبت شوی پیغام هم وړاندې کړ او پکې یې د اردو د خدمتونو ستاینه کړې.

ددوی په خوا کې د سه شنبې په ورځ د ایساف قواو شاوخوا دوه سوه عسکرو هم په کابل کې د کرسمس جشن ولمانځه.

دوی ویلی چې د خپلو کرونیو پسی خپه دي خو د افغانانو لپاره د سولې او ثبات راوړلو دنده په غاړه لري.

یو شمیر برتانوي او امریکایي عسکر نن پنجشنبې هم په کابل کې د کرسمس جشن ولمانځلو.

بل پلو، د برتانیې اردو ویلي دي چی یوعسکر یې په افغانستان کی د یاغیانو سره په جگړه کی وژل سوی دی.

اردو وویل چی دا عسکر پرون د چهارشنبې په ورځ د هلمند د ولایت د نادعلي په ولسوالي کی ووژل شو.

په افغانستان کی تقریبا ٧٠ زره خارجي عسکر پراته دي چی د یاغي طالبانو سره په جگړو بوخت دي.

پرون افغان او بین المللي قواو وویل چی دوی د بغلان په ولایت کی د یاغیانو په یوې مشکوکي اډې باندی په حمله کی د هغوی یو غټ قوماندان نیولی دی.

د افغان او امریکا د اردو گانو په یوه گډه بیانیه کی وویل سول چی په دغه قوماندان ملا داود باندی دا شک راځی چی د اکتوبر په میاشت کی یې په بغلان کی په یوه مرگانۍ حمله کی او په ٢٠٠٧ کال کی یې د بورې په فابریکه کی د بم په چاودنه کی چی څه د پاسه ٥٠ تنه په کی مړه شول، لاس درلود.

XS
SM
MD
LG