د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې پر بهرنیو عسکرو ځانمرگې حمله شوې


افغان چارواکي وایی چی یوه ځان مرگه بم چونکي نن د جمعې په ورځ په هرات کی د بین المللي عسکرو د موټرو په کتار باندی حمله کړې یو عسکر او دوه ملکي کسان یې زخمي کړي دي .

مامورین وایی چی دغه ځان مرگه خپل بم هغو امریکایي عسکرو ته وچاوه چی افغان پولیس روزي .

له بلي خوا د امریکا په مشري ائتلافي قواو نن وویل چی دوی د پنجشنبې په ورځ د مشکوکو طالبانو د یوې شبکې په خلاف چی فکر کیږی بمونه یې جوړول عملیات وکړل او ١١ تنه یې په کی ووژل .

ائتلافي قواوی وایی چی دا عملیات یې د کندهار په ولایت کی کړي دي او په وژل شوو کسانو کی ددې شبکې مشر هم و . دغو قواو وویل چی د بمونو د جوړولو دغه شبکه په دې مسئوله ده چی د سړک د غاړي بمونه یې جوړول چی په دغو بمونو سره عموما ائتلافي عسکر وژل کیږی .

ائتلاف وایی چی یوه زخمي ښځه یې په هغه ودانۍ کی چي حمله پر وشوه پیدا کړه او د علاج د پاره یې طبي کلینیک ته واستوله .

د ائتلاف دا بیانیه لا تر اوسه کومي مستقلي منبع نه ده تایید کړې .

XS
SM
MD
LG