د لاس رسي وړ اتصالات

د بېنظیر بوټو د مرگ لومړنی تلین


نږدې ١٥٠ زره پاکستانیان ددې لپار راټول شوي دي چې د خپلې وژل شوې صدراعظمې د مړینې لومړنی تلین ولمانځې.

د پاکستان حکومت په ملک کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د هغې ملاتړ کوونکي د سند په لاړکانه ښار کې د هغې په پلرنۍ هدیرې کې راټول شوي دي.

یو کال مخکې په همدې ورځ، په راولپنډۍ کې په یوې ځانمرگې حملې کې د میرمن بوټو د مرگ خبر نړۍ ولړزوله.

د هغې میړه جمهور رئیس آصف زرداري وویل چې مستبدو عناصرو به هغه وژلې وي خو هیڅکله به د هغې هدف او مرام ونشي وژلای.

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کېمون پر پاکستان غږ کړی چې د هغې د قتل په اړه یوې شفافې او بې طرفه څیړنې ته زمینه برابره کړي.

د ٢٠٠٧ کال د دسمبر ٢٧مه وه بیظیر بوټو اسلام آباد ته نږدې د خپل انتخاباتي کمپاین د یوې غونډې نه د وتلو په حال کې وه چې ډزې پرې وشوې. حکومت د هغې د وژنې پړه د پاکستاني طالبانو پر مشر بیت الله محسود ور واچوله خو محسود دا ادعا بې اساسه وگڼله.

٥۴ کلنه بينظیر بوټو چې دوه ځله د پاکستان د صدراعظمئ مقام ته رسېدلې ده، له مرگ نه دوه میاشتې مخکې هیواد ته ددې لپاره بیرته راستنه شوې وه چې د ملک په سیاست کې یو ځل بیا فعاله برخه واخلي.

د هغې مرگ پاکستان چې د نړۍ یوازنی اتوم بم لرونکی مسلمان هیواد دی، د یوې سیاسي گډوډئ سره مخامخ کړ خو د ملک سیاسي بحران په تیر سپتمبر کې هغه وخت پای ته ورسېد چې د میرمن بوټو میړه آصف زرداري د پاکستان د جمهور رئیس په توگه واک ته ورسېد.

ددې میاشتې په پیل کې ملگرو ملتونو بې نظیر بوټو ته د اعزاز مډال ورکړ. د هغې ځوی بلاول بوټو د خپلې مور په نمایندگئ دغه مډال قبول کړ.

بلاول بوټو وايي، ډیموکراسي یوازې د پاکستان لپاره نه بلکه دا د ټولې نړۍ په گټه ده. په روان وخت کې چې د خود غرضئ پر بنا زموږ مبارک دین په افراطي ډول تفسیر کیږي، باید په دې خبره یقین ولرو چې ډیموکراتیک حکومتونه هیڅکله تروریزم نه تقویه کوي، نه یې حفاظت کوي او نه هم پناه ورکوي.

بې نظیر بوټو ژمنه کړې وه چې په پاکستان کې به د هغو عناصرو مخه نیسي چې له دغه خاورې نه پر هند او افغانستان حملې کوي او پاکستان به په یوه معتدل او مترقي هیواد بدلوي.

خو د هغې د مرگ راوروسته په تیرو ١٢ میاشتو کې په پاکستان کې تقریبا ٥٠ ځانمرگې حملې شوي دي. په ملک کې اقتصادي بحران د حکومت لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی، خوراکي مواد ډیر قیمته شوي او په مختلفو ښارونو کې بریښنا په مسلسل ډول قطع کیږي.

دلته په واشنگټن کې د هریتیج په تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي آسیا د چارو کارپوهه لیزا کرټیس وايي، بې نظیر بوټو ته تر ټولو لوی اعزاز به دا وي چې د هغې خوبونه رښتیا کړل شي.

دا وايي، دا پخپله په پاکستان پورې اړه لري چې وغواړي یو خوش بخته، با ثباته او مترقي هیواد و اوسي چې همدا د بې نظیر بوټو خواهش و.

په واشنگټن کې د بروکینگز د تحقیقاتي ادارې کارپوه سټیفن کوهن وايي، آصف زرداري تر ډیره کوښښ کوي چې د خپلې میرمنې پالیسئ تعقیب کړي.

"په ملک کې ثبات، اقتصادي پرمختگ، له هند سره د اړیکو دوباره ښه کول او د له امریکا سره نږدې اړیکې خو داسې نه چې د امریکا د ټولو خواهشاتو تابع شي".

خو په اسلام آباد کې د قاید اعظم په پوهنتون کې پروفیسر رفعت حسین وايي، داسې ښکاري چې خلک د جمهور رئیس زرداري د حکومتدارئ له طرز نه هومره راضي نه ښکاري چې د ښاغلي رفعت حسین په نظر کافي اقتدار او بصیرت نلري.

په واشنگټن کې د منځني ختیځ په انسټیټوټ کې پروفیسر ماروین واینبم هم له رفعت حسین سره هم نظره دی او وايي چې د میرمن بوټو بصیرت له خپل میړه نه ډیر لوړ وو او که هغه اوس ژوندۍ وای او په واک کې وای نه مسایل به دا ډول نه وو.

د پاکستان خلک په داسې یوه شخص پسې افسوس کوي چې د ملک اصلي زمامدار و اوسي، نه یوازې داسې چې ایتلافونه جوړ کړي بلکه د خلکو په درد وخوري او او د ملک د آیندې لپاره کار وکړي.

د پاکستان سیاسي تحلیلگر حیدر ملک وايي، میرمن بوټو به د ترهگرو په خلاف هم سخت دریځ درلودلای په خاص ډول په پاکستان کې د هند ضد عناصرو په خلاف.

"ددې امکان وو چې هغې به د ځینو دغو شخاصو په خلاف تر آصف زرداري سخت تر دریځ غوره کړی وای. ځکه چې هغې همداسې یو قاتع سیاسي موقف درلود".

حید ملک وايي، د میرمن بوټو له مرگ وروسته تروریستي حملې زیاتې شوي دي او له دې سره سره چې د هغې میړه آصف زرداري جمهور رئیس دی، د میرمن بوټو د قتل په تحقیقاتو کې ډیر لږ پرمختگ شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان هم د میرمن بوټو د مرگ د لومړني تلین په مناسبت پر جمهور رئیس زرداري غږ کړی چې د هغې د قتل په اړه یوې شفافې او بې طرفه څیړنې ته زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG