د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې یوې ځانمرگي حملې ٣ پولیس وژلي


پولیس وايي، کندهار ته نږدې په یوې ځانمرگې حملې کې درې پولیس وژل شوي دي.

چارواکو وویل، یوه ځانمرگې نن شنبې د پولیسو یوې پوستې ته نږدې بم وچوه. په چاودنه کې لږ تر لږه څلور تنه نور ټپي شوي دي.

له بلې خوا، امریکايي قواوې وايي، د هلمند په ولایت کې د ایتلافي او افغان عسکرو یوې مشترکې گزمې لږ تر لږه شپږ تندروان وژلي دي.

پرون د کندهار په ولایت کې د سرک د غاړې د بم په یوې چاودنه کې یو کاناډايي عسکر وژل شوی وو او درې نور یې زخمي کړي وو.

XS
SM
MD
LG